تاند: د ډایکنډي د پوهنې ریاست وایي، دغه ولایت کې نن دوشنبه د ښوونځي له ۶۰ زیاتې زده کوونکې مسمومې شوې دي.

د ډایکنډي د پوهنې رییس رحمت الله سیرت وایي، نن سهاز ۱۰ بجې د نیلي ښار د نسوان دشت ښوونځي له ۴۰ زیاتې زده کوونکې مسمومې شوي دغه راز خدیر ولسوالۍ کې هم د کالوي ښوونځي کې ۱۷ زده کوونکې مسمومې شوي.

نوموړی وایي، د مسمومیت ډول دا دی چې زده کوونکې ضعف شوي او ټولې یې روغتون ته رسول شوې دي چې ۲۰ نجونې یې له معاینې او تداوۍ وروسته بیرته له روغتون رخصت شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې اوونۍـوړاندې په بدخشان کې هم ورته پیښه شوې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *