تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۲مه: د دایکنډي په میرامور ولسوالۍ کې واورې ښویدنې ۲ ښځې وژلي او ۵ تنه نور یې ژوبل کړي دي.
د میرامور ولسوال عارف یاسا تاند ته د ټلیفون په لیکه وویل، پېښه نن سهار لس بجې د ورسیل رباط کلي کې شوې او واورې ښویدنې ۷ تنه لاندې کړي دي چې ۲مېرمنې یې وژلي او ۵ نور ژوبل کسان له مرګه ژغورل شوي دي.
نوموړی وايي، په میرامور ولسوالۍ کې له تېرې شپې راهیسې د واورو توپان روان دی او دغو خلکو هم غوښتل چې کلی پرېږدي مګر د واورې غر پرې راښوییدلی دی.
میرامور ولسوالي د دایکندي تر ټولو یخه ولسوالي ده چې اکثره مهال په کې واوره ښویدنه د خلکو ژوند اخلي.
تېر کال هم دغلته له لسو زیات کسان واورو لاندې کړي وو.
د اوبو او انرژۍ وزارت خبرداری:
د اوبو او انرژۍ وزارت نن او سبا د بارانونو له کبله د سیندونو د اوبو د ډېرېدو او قوي سیلابونو راوتلو خبرداری ورکړی دی.
دغه وزارت نن په یوه اعلامیه کې چې تاند ته یې هم استولې ویلي، د دلوې په ۲۲مه او ۲۳مه ټول هېواد کې خصوصا په سیندیزو حوزو کې د درنو سیلابونو د راوتلو امکان ډېر دی.
وزارت وايي، د هایدرو متیورلوژیکي سټیشنونو او هوا پېژندنې د نړیوالې ادارې د معلوماتو له مخې په هېواد کې د وروستیو بارانونو له کبله د درنو سېلابونو امکان دی چې ورسره به د ترنک، ارغنداب، هلمند، فراه رود، هریرود، هرات، غور، بادغیس او کشک سیندونو د اوبو کچه خورا لوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هوا پيژندې ملي ادارې خبرداری ورکړی و چې په شلو ولایتونو کې د درنو واورو او بارانونو امکان دی چې له کبله به یې خلک له سختو ستونزو سره مخ شي.
نن سهار دغه بارانونه په ګڼو ولایتونو کې پيل شوې دي او د سالنګ لاره هم د واورو د توپان له کبله د لویو موټرو پر مخ تړل شوې ده.