موږ یو متل لرو چې وایې “چیرې ډب نه وي هلته ادب نه وي “هر کله چې دا متل اورو ژر په ذهن د یوه ماشوم د وهلو تصویر جوړو ، چې ډیری مو دغه تصویر له وحشته ډک بولو ؛ خو کله مو فکر کړی ولې د یوه ماشوم تصویر ؟ هغه هم د وهلو په حالت کې ؟ د متل په هیڅ برخې کې د ماشوم یادونه نه ده شوې ولې یې موږ یادو؟ ولې په دغه تصویر کې ځانونه او تر ځان مشران نه ونیوو ؟
په اصل کې موږ تصور کوو ؛ وهل هغه عمل دی چې یوازې کوچنیان او تر موږ ضعیفه خلک یې باید تجربه کړي ځکه چې زموږ د نظره د دوئ ذهن د سپین کاغذ پشان هرې نوې کړنې د لیکلو وړتیا لري او د ښو لیکنو د ثبت لپاره موږ باید دوئ ووهو ، تهدید یې کړو ، او غصه پرې شو.
که ولیدی شي یاد متل تر ډیره ځایه سم ثابت شوی ؛ خو که دغه متل کې تعبیر مو له ډب څخه هغه د لښتې او سوکانو ګذار نه وي کوم چې موږ له مشرانو ، همزولو او حتا کشرانو څخه وینو بلکې موږ باید د ډب توری د مشرانو او کشرانو تر منځ د مثبتې کړنې ، او هغه اوصولو ، قوانینو انتقال تعبیر واخلو چې د ټولنې ، کورنۍ د اصلاح او سمون لپاره پلې کیږي .
هر انسان باید د یوې محدودې دایرې تر منځ واقع وي او خپل تر منځ باید قوانین او اصول رامنځته کړي . دا قوانین او اصول تل باید د یوه مشر څخه کشر ته انتقال شي او دغه کشر بیا سبا د مشر پشان یې خپل زمان کشرانو ته وړاندې کړي .
د ادمه تر دې دمه انسان په اجتماعي ، سیاسي ، فرهنګي ، مذهبي او نورو ډګرونو کې د یوې دایرې تر منځ قرار لري بلکې یادې برخې پخپله د دغو حدود رامنځته کیدو سبب شوي.
که د مذهب دایرې کې یو څو ګامه واخلو نو وبه وینو ، چې انسان له پیداښت سره سم د غلطۍ په لور ګام اخیستی . د جنت ښکلا برخمنتیا نه وتی ؛ ځمکې ته راوړل شوی . له پیداښت نه یې د اصولو او قوانینو د ماتېدو هڅه کړې ؛ هغه قوانین چې خدای پاک ورته رامنځته کړي و . له جنته محروم کیدل باعث د دې شوی چې ادم علیه السلام توبه وکړي او بیرته د جنت وړ وګرځي .
اجتماعې ډګر کې هم انسان همغه یو انسان دی که هر برخې ته بوځئ د همغه ادم له اولادې شمیرل کیږي.
زموږ په ټولنې کې د قوانینو جوړښت برخې کې ستونزه نشته ؛ خو پلې کیدا کې ډیرې ستونزې شتون لري او تر ټولو اساسي علت یې هم ، له مشرانو د ډب کمزورتیا ده.
زما ملګرې چې له هیواده بهر اوسي کیسه کوله چې “زه او ملګرې مې د بس تمځای ته ولاړ و ما د بس لپاره لازمه حقوق ادا کړل ؛ خو په هغه ورځ مې ملګرې د بس کارت هیر کړی و نو په یو شکل ځان یې د پیسو له ورکړې تیر کړ له څو ګامو وروسته ودریده په شا شوه له مجبوریته یې پیسې لږ څه ډیرې ادا کړل. نو ما ورته وویل خو له اوله به دې دا کار کړی وې ؟ راته وویل دا مې له ویرې وکړ که دا ادا نه کړمه کمرې کې مې ویني او د دې کړنې جریمه چې (۵۰۰$ ) ده باید ادا کړمه نو بهتره ده همدا اوس ۴$ ادا کړمه “.
نن په پرمختللو ټولنو کې هم همغه انسان شتون لري د دې انسان د اصلاح لپاره همغه د ډب کړنه ترسره کیږي. د مشرانو او هغو خلکو چې قوانین یې رامنځته کړي ډب دې سبب شوی چې انسانان قوانین خپل عادت وګرځوي او بیا سر ورته ټیټ کړي . یادو ټولنو په هرې برخې کمرې شتون لري او د مشرانو سترګې وګړي څاري او د هر کوچني او غټ خلاف عمل په سر جریمه او زندان شتون لري .
نو قوانین د ویرې په شګل باید رامنځته شي تر څو د ټولنې وګړو تر منځ عادت او بیا په احترام بدل شي .او که له دې پرمختللو ټولنو څخه یو شخص داسې ټولنې ته راوړې چې هلته د قانون پلې کیدل کمروزي دي دا شخص به شاید د یوه مودې لپاره قانون ته احترام کوي د وخت په تیریدو د نورو په لیدو بې قانوني خپل عادت ګرځوي .
نو ددې متل “چیرې ډب نه وي حالت ادب نه وي “په یادونې سره باید ټول خپل ذهنونو کې خپل تصویر جوړ کړو چې د قوانین پلې کیدا برخې مو ګام اخیستی وي او د یوه دایرې په منځ کې ژوند وکړو دغه که دایره یا محدودیات موږ ته اجتماعي ، سیاسي ، مذهبي او فرهنګي هره برخه راکوي ژوند وکړو .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *