تاند- د لومړي ځل لپاره د ډرون یا بې پېلوټه الوتکې په وسیله پېرودونکو ته د سودا رسولو خدمات پیل شول.
له ګوګل سره تړلي شرکت وینګ د بې پېلوټه الوتکې په وسیله د استرالیا په کانبرا کې ۱۰۰ کورونو ته خوراکي مواد، کافي یا قهوه او درمل ورسول.
دا کمپنۍ له ۲۰۱۴ کال راهیسې په استرالیا کې د بې پېلوټه الوتکو تجربوي یا ازمېښتي الوتنې کوي خو ډېر خلک د الوتکو له شورماشوره په تنګ ول.
وینګ ویلي چې په ازمېښتي الوتنو کې د معترضانو شکایت ورته مهم و او هیله لري چې دا ستونزه یې حل کړې وي.
د استرالیا د هوايي چلن چارواکي وايي، وروسته له دې چې د وینګ نقشې یې وکتلې او د هغه د الوتکو د الوت په اړه یې ډاډ ترلاسه کړ، هغه ته یې اجازه ورکړه چې د بې پېلوټه الوتکو په وسیله مال پېرودونکو ته ورسوي.