چې وزیږیدم ډزه ډوزه، غاښونه مې راشنه شول ډزه ډوزه ، بالغ شوم ډزه ډوزه ، واده مې وکړ ډزه ډوزه، واده مې راووړ ډزه ډوزه، له سفر نه راغلم ډزه ډوزه، اول نمره شوم ډزه ډوزه، عومي اول نمره شوم ډزه ډوزه ، معلم شوم ډزه ډوزه، په کانکور کې کامیاب شوم ډزه ډوزه، ښاروال شوم ډزه ډوزه، قومندان شوم ډزه ډوزه، له حج نه راغلم ډزه ډوزه، په انتخاباتو کې کامیاب شوم ډزه ډوزه، مړی مې وګاټه ډزه ډوزه، په کرکټ کې مو کامیابي راوړه ډزه ډوزه ، موټر مو واخیست ډزه ډوزه.
بالاخره ټول ژوند په ډزه ډوزه کې تېروو ، یعنې په دې تعلیم یافته دور کې مو هم له ډزه ډوزه نه کیږي ، داسې ښکاري چې مونږ هسې هر وخت دټوپک پرضد شعارونه ورکوو ، نور پخپله دتوپک په خوله کې ګلان ورکوو ، زونډي ورتړو او له قلم څخه یې زیات قدر کوو ، ایا اوس هم پخواني روایت ژوندي نه دي ؟ ایا چې مشران او رئیسان مو ډزه ډوزه ته خوشالیږي نو ځوانه طبقه ملامته ده ؟ د واده په کارتونو (بلنلیکونو) کې لیکو چې (هوایي ډزې بند دي) ولې داسې نه لیکو چې بیخي ډزې بند دي، دا خو دا معنا لري چې هوایي ډزې مه کوئ ! ټیټې ډزې کوئ چې ګیډو ته سره وولئ ، په افغاني ټولنه کې دټوپک چلولو کلتور ډېر عام دی ، هغه څوک باتور دی چې ټوپک ښه چلولی شي نه قلم . اوس چې ډزې وشي په دې نه پوهیږو چې داښادي وه او که چا سره ووژل !؟ ځکه زمونږ ټولنه له ناخوالو څخه هم لرې نه ده ، همدې ډزو په افغانانو کې روحي او رواني ناروغۍ پیداکړيدي ، په ښار کې ناقانونه وسلې ګرځول هم دې ته خلک اړ کړي چې هغه وسلوال تر اخېره وڅاري ؛ ځکه هر څوک بدۍ او ویره لري او همدغه ځای دمرګ لوبې ډګر ته ورته ده . پخوا به یوازې په ښادیو او اخترونو کې ډزې کیدې خو اوس مو چې پورته څومره پرمختګونه یاد کړل ډزې پکې کیږي . ددغه غټ اسراف ور هاخوا په سلګونو افغانانو دهوايي ډزو له امله خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی . نور نو ستاسې خو ښه چې یوازې شعارونه ورکوئ او که عملي یې بندوئ ، یا که دپوهو خلکو ښکنځلو او دځوریلو کورنیو دخیرو زور وینئ . په دې اړه به مې خپل دوه بېلا بېل بیتونه درته وړاندې کړم .
چې ډزې وشي جینکۍ دوه زړه شي
یایې څوک وویشت یا کوژدنه وشوه
مونږ په خوا چې ټوپک ویشتل یا ښادي یا به اختر و
اوس خو هره شپه ډز ډوز وي خو سحر کې اختر نه وي
بختور یې سکندر صاحبه! قدراو قیمت موډیردی چې په هر بریـالـیـتـوب موډزه ډوزه کیږي ۰خو زه چې وزیږیدم په وۍ وۍ، نوم ئې را باندې کیښود « بـسـوګـې » په وۍ وۍ، غاښونه مې راشـنـه شول په ویه وۍ ، بالغه شوم په ویه وۍ ، واده شوم په ژړا او ویه وۍ، له کوره ووتم په ویه وۍ، له سفره راغلم په ویه وۍ، ښوونځي ته لاړم په ډار او وۍ وۍ، دکانکور آزموینې ته لاړم په ویره وۍ وۍ، ښارواله شوم په سختۍ او وۍ وۍ ، له حجه راغلم په وۍ وۍ، په انـتـخـابـاتـو کې که برخه واخلم نو وۍ وۍ، که مې ډریوري زده کړه نو بیا بیخي وۍ وۍ، مړی مې وګاټه وینې مې توئ کړې دښمني مې نوره پسې کلکه ټــیــنـګـه کړه، عجبه نره ښځه یم خو غږ مه لره وۍ وۍ۰