نعمت الله صدیقي

فکر کول، د نويو او زړو روایتونو په اړه شک څرګندول، تجسس او تلوسه پیدا کېدل، د حق او ناحقۍ له کشمکش سره مخ کېدل، د نورو له خبرو، اندونو او تمایلاتو سره ټکر، اختلاف او تضادات زېږېدل دا هر څه د انسان له سرشت سره داسې اخږلي دي، چې د انساني خیر ښېګڼې او نیکمرغۍ لپاره یې د طبعیت هغه جالبه لورېينه ګڼلی شو، چې د انسان د ازادۍ حيثیت او ماهیت ورباندې ښکلی دی.

هغه ټولنې چې وګړي يې د همدغه ښکلي طبعیت پر مهار او روزنې او ورسره په معقول چلند پوهېږي، د نړۍ پر مخ په مهذبو او متمدنو ټولنو حساب دي او هغه چې دغه طبعیت ورڅخه خواهش ګرځېدلی وي، افراط او تفریط یې د هر کار او عمل برخه وي، د بحثونو، فکرونو، تضاداتو، اختلافاتو او دوښمنیو حد یې مالوم نه وي، دا غیر متوازنې ټولنې دي، دوی که هر څه او هر څومره څه ولري، خو د تهذیب او تمدن له فقره به خلاص نه وي.

د بحث او مکالمې تاریخي شالید راته وايي، چې د بشر له ټولنیز ژوند نېولې تر علمي او ساینسي ایجاداتو  او پرمختګونو پورې دا ټول څه د انسان د فکري او تخلیقي صلاحیتونو نتیجه ده او برعکس فکري انتشار او ګډوډي، احساسات، عقدې، د زغم نه شتون او جګړې یې هغه څه دي، چې د مختلفو ټولنو  انسانان یې له تهذیبي او تمدني بحران سره مخ کړي دي، ګواکې همدغه انساني خصلتونه دي، چې د فکر او بحث د ماتو او بریو توغونه راوړي.

اوس چې د سوونو کلونو وروسته د بحث او مکالمو ځایونه بدل شوي دي او هره ګړۍ، هره دقیقه زموږ په لاسونو کې د ټولنیزو شبکو او رسنیو تېز او توند سهولتونه عام دي؛ نو ځکه په کې د ډېر پوخ او ارام فکر او مطالعې تمایل هم نه وینو؛ بلکې د همدغه ټیکنالوژۍ په څېر د ژر، توند او احساساتي روش عامېدل یې بېخي هدف ګرځېدلی دی.

زموږ رسنۍ او ټولنیز بحثونه په ډېرو مواردو کې په دوامداره توګه ثابتوي، چې د فکري او نظریاتي سیاست کلچر په عامونه کې بېخي پاتې راغلي یو، د سیاسي او ټولنیزو قضاوتونو چلند مو اوس هم له انساني مخلوق ور اخوا په فرښتو او شیطانانو قیاسېږي.

 زموږ د بحثونو ټولې دریڅې  له داسې یو حالت سره مخ دي، چې هیڅ فکري او نظري ژمنتیا پکې نه لېدل کېږي، په تلویزوني خپرونو او ګردي میزونو کې د روڼاندو په نامه سراسري او د مسایلو په اړه د ژور درک او عمیقو بحثونو پر ځای د روڼاندۍ اکټونه، احساسات او د منطق نه شتون یې هغه څه دي، چې زموږ د بحثونو ماهیت یې مات کړی دی.

دچاپي رسنیو یا د فیسبوک او ویب سایټونو د بحثونو فورم ته که سر ورښکاره کړو د شخصیتونو له سپکاویو او تورونو د ارزښتونو تر ملنډو او د لفظ د حرمت د پیمال او توهین پورې دا ټولې چارې د معمول په توګه زموږ د بحثونو فرهنګ جوړ شوی دی.

په نویو بحثونو کې د ډسکورس اصطلاح ډېره د پام وړ ده، د بحث او له منظمو لیکنو او ویناوو د تعريفونو وراخوا د یوه منظم اړخ او بیانیې په توګه د ډسکورس رغونه او عامونه زموږ د بحثونو لپاره حیاتي اړتیا لري، دا مغالطه باید نوره پلنه نشي، چې د زغم او ټولنیز برداشت او احساساتي ملت په توګه دې ځان ته برات ورکړو او ودې ګڼو چې هیڅ ذهني او فکري بې ثباتي نلرو، زموږ د مکالمې، بحث و مباحثې، منطق او استدلال ډسکورس کله هم داسې څه نه دي خپل کړي، چې د یو منظم ملي او نظریاتي ډسکورس نوم دې ورکړای شو.

د بحثونو د منطقي کولو لپاره باید دا ومنو چې یویشتمه پیړۍ د تخصص او مسلک پیړۍ ده. د هر ډول بحث پر ماهیت پوهېدل به يې لومړی شرط وي، دا مهمه نه ده، چې څوک ولې په هر څه نه پوهېږي؛ بلکې دا اصل مهم دی، چې يو څوک دې په یو یا څانګوالې موضوع ښه حاکمیت ولرلای شي، موضوعي یا مسلکي حاکمیت بحثونو ته منطق وربخښي، د بې منطقه بحث لوی لامل همدغه څه دي، چې نه یې خپله سر خلاص وي او نه نور پرې پوهولای شي.

د بحث او مکالمې تقابل که پر صمیمت او تعقل نه وي ولاړ، دا نو هیڅ ممکن نه ده، چې د احساساتو او عقدو پر بنا دې کوم بحث نتیجه ورکړي وي، ځکه احساسات او عقل هیڅکله دوښمني نه سره پرېږدي، د سنجیده او علمي بحثونو اوزار علم او عقل دي، نه احساسات او عقدې، د هغو بحث کوونکو پر حال رحم پکار دی، چې د بحث محور یې د احساساتو او عقدو په تار سره تړلي وي.

په بحثونو کې نرګسیت او تامل بېخي حیاتي خبره ده، د علم او منطق پلویان کله هم د خپلو فکرونو او خبرو په اړه د نرګسیت ښکار نه وي، دوی پوهېږي چې ډېری خبرې او فکرونه نه وروستي وي او نه هم د کاڼي کرښه، بلکې  دا خو د فکر او خبرو حقانیت دی، چې نورې خبرې او فکرونه په ځان کې رانغاړي.

بحث د ځان پر کټه څرخول د بحث تامل نه بلکې بداخلاقي ده، د بحثونو ګټه د مثبتو خواوو په اړه وضاحت او روښانتیا انتقالول دي، نو ځکه د بحثونو ګټونکي نشته یا کټوونکي یې همغه دي، چې د اړوند بحث په برخه کې د خپلو خبرو ترڅنګ د نورو له خبرو سره تامل وکړي، تر ټولو کمزوري بحث کوونکي هغه دي چې د خپلو سیالو او یا هم مخالفو پر وړاندې نه خپله منطق او استدلال کولای شي او نه هم د بل هغه زغملی شي.

زه فکر نه کوم چې د بحثونو د طرز فکر په اړه دې موږ داسې ډېر ژر سره یوه خوله شو، خو نسبي هڅه یې له همدغه ځايه سرچینه اخلي او د یو خورا منظم ملي او نظریاتي ډسکورس خوا ته مو ورو ورو نېږدې کوي، ځکه خو په دې برخه کې لومړی جدي بحثونه په دې  پکار دي چې زموږ بحثونه نور ونه بایلل شي، بلکې بحثونه ډسکورس کړای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *