تاند- په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قومندان وايي چې د پاکستان له همکارۍ پرته امریکا په افغانستان کې د بریالیتوب تصور نه شي کولی.
ده چې د امریکا د مشرانو جرګې د وسله والو خدماتو کمېټې ته خبرې کولې، وویل:
«ما ته ثابته شوې چې د پاکستان له همکارۍ او د پاکستان او افغانستان له اغېزمنو اړیکو پرته په سیمه کې د بریالیتوب تصور کول ګرانه دي.»
ده همداراز وویل:«په تېر کال کې زه په دوو جبهو کې هڅول شوی یم. یو دا دی چې زه باور لرم چې پاکستان هم دا مني د سخت دریځو موجود خطر د دوی خپل امنیت هم ګواښي، او دوی هم پوهېږي چې یوازې یو باثباته، امن او متحد افغانستان یې په خیر دی.»
دنفرډ دا هم وویل چې د اګست له میاشتې را په دې خوا د دوو هیوادونو مشرانو څلور ځلي سره کتلي دي.
«تر یوې مودې پوري د دواړو هیوادونو مشرانو سره نه کتل. د پاکستان صدراعظم نوازشریف د افغانستان او پاکستان د اړیکو د ښه کولو لپاره نوې اراده څرګنده کړه.»
په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قومندان زیاته کړه:«دوې زمینې چې دوی د همکارۍ لپاره تشخیص کړي، فکر کوم یادونه یې مهمه ده. یوه یې دا ده چې باید د افراطیت ګډ تعریف ولري او له سخت دریځۍ سره د مقابلې په اړه همکاري وکړي. او بله (زمینه) د پولو د پراخې ادارې او مدیریت لپاره چوکاټ دی چې سیاسي، اقتصادي او دغه راز د دوو هیوادونو ترمنځ امنیتي مسلې سمبال کړي.»
جوزیف ډنفرد وویل:«زموږ رول دا دی چې د افغانستان او پاکستان د پوځونو ترمنځ د رغنده اړیکو د پراخیتا لپاره کار وکړو.»
ډنفرد د کانګریس د مشرانو جرګې غړیو ته په وینا کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره خپلو خبرو ته په اشارې وویل، چې جنرال راحل شریف د افغانانو په شان کلک هوډ لري چې د افغان امنیتي ځواکونو او د پاکستان د پوځ ترمنځ اړیکې ښې شي.
ده همداراز وویل:«موږ په راتلونکو څو میاشتو کې ډېر وخت په دې ولګوو. یو شی چې موږ غواړو د سږ کال تر پایه یې بشپړ کړو هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ رغنده دوه اړخیزې اړیکې دي.»
ده په عین حال کې خبرداری ورکړ چې که ټول نړیوال ځواکونه د سږکال په پای کې له افغانستانه ووځي القاعده شبکه به بېرته ژوندۍ او فعاله شي او بیا به د لوېدیځ پر ضد پلانونه جوړ او حملې وکړي.
جنرال ډنفرد وویل:«د القاعده عناصر له کونړ او نورستان ولایتونو فعالیت کوي، او دا ورته لویه کامیابي ښکاري چې موږ له افغانستانه ووځو څو دوی ته موقع برابره شي.»
Bas no ډنفرډ saheba, taa ta mog tol ahmaqan shkaro. Da ta che sa waye da yaw ham haqiqat na lari.
Taso tol po har plan ke sara sharik yast aw serf, aw serf ghwaray che afghan le menza yosay.