تاند- په افغانستان کې د امریکا او ناټو عمومي قومندان وايي، په افغانستان کې د نژدې ۱۰ زره پوځیانو د پرېښودلو په باب د ولسمشر بارک اوباما اعلان به د امریکا د ژمنو په اړه د افغانانو بې باوري پای ته ورسوي.
جنرال جوزیف ډنفرډ د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، دا پرېکړه به سبب شي چې ۹۸۰۰ سلاکاران په افغانستان کې پاتې شي څو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او په وسلو سمبالولو کار بشپړ کړي.
ده وویل:«باور لرم چې دا اعلان د افغانانو لپاره یو ښه خبر دی، دلته په افغانستان، سیمه او په ايتلاف کې دننه د راتلونکې په باب غیریقیني حالت پای ته رسوي.»
ده همداراز وویل چې دا پرېکړه هغو کسانو ته چې ویل یې د سږ کال په پای کې به افغانستان په میدان پرېښودل شي، سم پیغام دی.