نارو توقیفځای

خبریال: احمد رشاد – د ډنمارک یوه پارلماني پلاوي، نایرو توقیف خونې ته د ورتګ پلان د اعتراض په توګه لغوه کړ. اعتراض د پلاوي  دوو غړو ته د اجازې نه ورکولو په غبرګون  کې وشو.

دغه شپږ کسیز پلاوي ته په کانبیرا کې د ډنمارک د سفارت لخوا ویزې تنظیم شوې وې، خو دوه غړو ته یې ځکه نایرو ته د ورتګ اجازه ورنکړل شوه چې له خپل سفر وړاندې یې د اسټرالیا په توقیف خونو نیوکې کړې وې.

د کیڼ اړخې سرې- شنې ټلوالې (leftist Red-Green Alliance) غړی جانی سکیمت نیلسن (Johanne Schmidt-Nielsen) او د خلکو د سوسیالیسټ ګوند غړي جاکوب مارک  (Jacob Mark) اسټرالیا ته له روانیدو مخکې د ساحلي توقیف خونو او د نایرو توقیف خونې پر وضعیت نیوکې کړې وې.

اغلې نیلسن
اغلې نیلسن

د همدې نیوکو په غبرګون کې دواړو سیاستوالو او پارلماني غړو ته اجازه ورنکړل شوه چې په ټاپو کې پروت د کوچني هیواد نایرو توقیف خونې څخه لیدنه وکړي.

که څه هم د پلاوي نورو غړو ته ،چې په دې اړه یې خولې نه وې پرانیستې، د ورتګ ممناعت نه وو؛ خو پاتې غړي هم له دې سفره لاس په سر شول.

نیلسن، د نایرو له لیدلو څخه منع کول د دموکراسۍ ضد عمل وباله. د هغه په وینا دا د منلو وړ نه ده چې د نایرو پر وضعیت نیوکه، هغه ځای ته د سفر مانع شي.

دغه سفر د دې لپاره پلان شوی و چې د ډنمارک پارلماني پلاوی له نږدې څخه وضعیت وګوري او په دې اړه  څیړنه وکړي.

نیلسن د دغه سفر په اړه  ویلي: ((   دا زموږ لپاره مهمه ده چې هلته [نایرو] کې وه اوسو او هر څه خپله ووینو او واورو، ځکه چې دلته ډيرو اسټرالیايي او نړیوالو ژورنالیستانو ته د ورتګ اجازه نشته. ))

په ټاپو کې پروت د نایرو په کوچني هیواد کې د اسټرالیا په مالي ملاتړ یوه توقیف خونه فعاله ده. دلته هغه کسان ساتل کیږي چې اسټرالیا ته په ناقانونه توګه د بیړیو له لارې ورځي.

د دغې توقیف خونې ناوړه وضعیت اندیښنې را پارولي دي او داسې اسناد خپاره شوي چې ښيي، د توقیف خونې اوسیدونکي په بیلابیلو رواني ناروغیو اخته شوي. د جنسي تیرو قرباني شوي او حتی ځینو یې ځان وژنې هم کړي دي.

  د نایرو لیدلو ته د دوو سیاستوالو نه پریښودل، د دغه ځای پر ناوړه وضعیت لا خلک شکمن کړي دي.

د سرې-شنې ټلوالې یوه سلاکار نیلس روهلیډر (Niels Rohleder) لا پخوا د دغه سفر په اړه شکمن و. هغه ویلي و چې دی بلکل حیران شوی و چې څنګه یوه پارلماني پلاوي ته نایرو ته د ورتګ اجازه ورکول کیږي.

هغه دا هم څرګنده کړې چې د دغه پلاوي دوو غړو ته د اجازې نه ورکولو څخه دا ښکاري چې د نورو کسانو لپاره هلته تګ څومره ستونزمن دي.

په نایرو کې دا مهال د بیلابیلو هیوادونو شاوخوا (۵۰۰) کسان د توقیف په حال کې ژوند تیروي. دوی ټول په دې تمه دي چې اسټرالیا ته به لاړ شي، خو اسټرالیا حکومت لا تر اوسه پر خپله کړنلاره ولاړ دی. کړنلاره داده چې اسټرالیا به هیڅکله د هغو کسانو کوربه نشي چې په ناقانونه توګه راځي.

د دغې توقیف خونې وضعیت  دومره خطرناک دی چې په ځايي او نړیواله کچه یې د ځینو ډلو او خلکو اندیښنې را پارولي دي.

د دغې توقیف خونې په اړه هغه وخت اندیښنې لاپسې زیاتې شوې او د خلکو توجه یې را وګرځوله چې تیره اونۍ یې په اړه اسناد خپاره شول.

د تیرې میاشتې ( اګست) په وروستیو کې په لندن کې د اسټرالیا ماڼۍ مخې ته یو پراخ لاریون وشو. په لاریون کې د هغه (۲۰۰۰) ناوړه پيښو په اړه معلومات واورول شول، چې همدې توقیف خونه کې پیښې شوي وې.

دغه معلومات چې د ګارډین ورځپاڼې لخوا خپاره شوي وو، په لسو ساعتونو کې خلکو ته واورول شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *