تاند، پنجشنبه، د اسد ۱۷مه: ډنمارک د افغانستان له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز سره د پیاوړتیا په خاطر ۴ اعشاریه ۳ میلیونه ډالر مرسته کوي.
د ډنمارک سفارت په دې تړاو له لویې څارنوالۍ سره یوه هوکړه هم کړې او چارواکو یې ویلي، غواړي دا پيسې د درنو جرمونو پر ضد د مبارزې عدلي او قضايي مرکز د کارمندانو په ظرفیت لوړونه، تخنیکي وسایلو او د کارمندانو په خوندیتوب ولګول شي.
د ډنمارک سفیر په دې تړاو مراسمو ته وینا کې وویل، له اداري فساد سره مبارزه په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره خورا مهمه ده.
نوموړي وویل، ډنمارک افغانستان کې د ولسواکۍ ملاتړ کوي او د طالبانو هغه خبره غلطه ده چې وايي افغانستان کې یو ولسواک نظام مشروعیت نه لري.
بلخوا لویې څارنوالۍ ویلي، د ډنمارک لخوا په مالي مرستې سره به د فساد دوسیو څېړنه چټکه کړي او خلکو ته به عدالت ته لاسرسی هم اسانه کړي.
دې غونډې ته اجرائیه رئيس ډاکټر عبدالله ویلي، فاسد اداري سیسټم د دولت جرړې د سرطان په شان خوري او سوله له اداري فساد سره له مبارزې پرته ممکنه نه ده.
دا په داسې حال کې ده چې شنونکي په دې باور دي چې د ولسمشر غني په راتګ سره د فساد پر ضد مبارزه چټکه شوې ده او افغانستان د مفسدو هېوادونو په لیست کې ډېر شاته لویدلی دی.