تاند- د ډنمارک دفاع وزارت وايي، د افغانستان په پلازمېنه کابل کې د پرونۍ انتحاري حملې هدف ډنمارګي پوځیان ول.
پرون د کابل قمبرڅلورلارې ته نژدې په یوه انتحاري حمله کې ۵ ملکي افغنان ټپیان شول خو څرګنده نه شوه چې بهرني پوځیان، چې د حملې اصلي هدف ول، د کوم هیواد پوځیان دي.
د ډنمارک دفاع وزارت نن /دوشنبه/ وویل« په دې برید کې زموږ ۳ پوځي موټرونه په نخښه شول خو هیڅ ډنمارکي پوځي ته مرګ ژوبله پېښه نه شوه مګر له بده مرغه درې افغان ملکیان ژوبل شول.»
ډنمارک د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې په افغانستان کې یو شمېر پوځیان لري چې افغان امنیتي ځواکونه روزي.