/د استاد پسرلي وير

مرګ مو انجام نه دی څه به نور تر عدم وړاندې وي
ښايي د ژوندون اوبه تيارو ځينې هم وړاندې وي

نن سهار مې فېسبوک خلاص کړ، په ذهن کې مې يوه خبره وه ما ويل له دوستانو سره به يې شريکه کړم، چې سترګې مې پر يوه دردوونکي خبر ولګېدې. د لوی استاد، غزل ستوري پسرلي صاحب د مړينې خبر و. همدا تېر ماښام مې هم له سحر صاحب څخه پوښتنه وکړه چې استاد څنګه دی؟ هغه ويل شېبه وړاندې يې له غضنفر صاحب سره خبرې کړې دي حالت يې ښه نه دی، خو دوعاوې به کوو چې خدای ورته صحت ورکړي.
په وروستي ځل مې خدای بښلی استاد پسرلی صاحب د دوی په کور کې څه موده وړاندې وليد. څو ملګري راسره و، ښه ډېر وخت مو ورسره خبرې وکړې. د دود پر خلاف راته ډېر او هغه هم پر سياست وغږېده. ويل يې هېوادمل صاحب مې پوښتنې ته راغلی و، د ستونزو پوښتنه يې رانه وکړه. استاد خندل ويل يې ټوکه مې ورسره وکړه، په ځواب کې مې ورته وويل چې: (( دوه ستونزې لرم يو د کرزي حکومت او بل د عمر ډېروالی.))
استاد د اشرف غني او جنرال دوستم پر يو ځای والي خوښ و. ويل يې له کندوزه دوستان ورته راځي او يا په ټليفون ورسره خبرې کوې او خوښ دي چې دغه ايتلاف شوی دی، ځکه هلته د اوزبکو او پښتنو ترمنځ حالت دومره ښه شوی دی چې پخوا يې چا تصور هم کولای نه شو.
استاد ما ډېر ځله په ادبي حلقو او يا نورو ناستو کې ليدلی و، له سياست سره يې ډېره دلچسپي نه وه، خو په دې وار يې په وار وار وويل چې يوازېنی سړی اشرف غني دی چې د ولسمشرۍ د کانديد په توګه طرحه او پلان لري.
مخکتنه
د تېر کال په سپټمبر کې ما د خپلو هغو کالمونو ټولګه چاپ کړه چې پر بي بي سي باندې خپاره شوي و. يوه ورځ له غضنفر صاحب او ومان صاحب سره په ازادۍ راډيو کې مېلمه وم، په مجلس کې د مخکتنې خبره ياده شوه او ما ورته وويل چې د مخکتنې په پلمه به پغمان ته ولاړ شو او که وشي استاد پسرلی به هم راسره بوځو.
غضنفر صاحب وويل چې زه به ورته ووايم او يوه يې بله خبره دا وکړه چې استاد ستا کتاب تر پايه پورې ولوست پرون يې بېرته ماته تسليم کړ.
پر دې دواړو خبرو مې د خوشالۍ احساس وکړ. وخت مو وټاکه. د سپټمبر پر اتلسمه سهار شاوخوا نهه بجې خدای بښلی پسرلی صاحب، غضنفر صاحب، سحر صاحب او ډاکټر زغم د پل تخنيک څنګ ته هغه ځای ته راغلل چې سره مو ټاکلی و. استاد ته مې په روغبړ کې وويل چې ناروغي دې څنګه ده؟ هغه ځواب راکړ: ((يو پر هغې ورځ روغ وم چې تاسې زموږ کور ته راغلي واست(موخه يې د وړوکي اختر ورځ وه) او يو نن روغ يم.))
استاد په دې وروستيو کې ډېر زړه نه ښه کاوه چې چېرته ولاړ شي، خو پر ما باندې د خپل شفقت له مخې يې پغمان ته تګ منلی و.
معاصر خوشال
خدای بښلي استاد پسرلي صاحب پښتو شعر هم د کميت او هم د کيفيت له نظره ډېر زيات ليکلی دی. له خوشال خټک وروسته کېدای دومره ډېر او باکيفيته پښتو شعر چا ليکلی نه وي.
زه چې د پښتو اوسنۍ شاعري ته ګورم نو د جرمني اديب او شاعر برټولټ برېښت دا خبره مې سترګو ته درېږي چې وايي: (( زموږ ليکوالان او شاعران اکثره د ډوبو شويو بېړيو تصويرونه جوړوي او بيا تمه کوي چې دغه تصويرونه به په بازار کې ورته ډېرې پيسې وګټي.))
پښتو شاعري همدغسې روانه ده، د فکر کمی پکې له ورايه محسوسېږي او که رښتيا وايم نو ټوله شاعري هماغه د ډوبو شويو بېړيو تصويرونه دي چې نور يې څوک په کتلو باندې نه عاطقي کېږي.
خو د استاد شاعري بېله لاره درلوده. هغه د ډوبو شويو بېړيو پر ځای پر هغه بېړيو تمرکز وکړ چې لا هم د خلکو له ژوند سره تړاو لري او هر څوک يې په اړه يو څه اورېدو ته لېوال دي. له فکره مالاماله دغه شاعري به بيا په پښتو ژبه کې ډېره کمه تکرارېږي. د پوهنتون په لومړي کال موږ د غزني څو ځوانانو په غزني کې پسرلی صاحب ولمانځه.
استاد يون پخپله مقاله کې يو ټکی ليکلی و چې تر اوسه زما په ذهن کې پاتې دی او هغه دا چې ويل يې د استاد شاعري نه دعوامو لپاره ده او نه د خواصو بلکې د خاص الخاصو کسانو لپاره ده.
دا خبره اوس ماته معلومېږي چې رښتيا هم د استاد شاعري د خاص الخاصو خلکو لپاره ده، هغه خلک چې په شاعري کې په فکر پسې ګرځي او هغه خلک چې په شاعري کې د خيال پسې ګرځي نو د استاد شاعري به لټوي.
مینې مې په لطف رانه واخیست کدورت د ژوند
ورو ورو د سیلاب خړه د سین په تل کې پاته شوه

څومره وو له سختو ، ستونځو ډک ربه د ژوند سفر
ټوله هوسايي مې په لومړي مزل پاته شوه

هره یوه لحظه مې له بایللو فرصتونو نه
دوړه شوه د لارې په اخیستې پل کې پاته شوه

نخښه ېې د ناز د پلونو نشته آینو سره
لږ لږ که وي پاته د پسرلي غزل کې پاته شوه
استاد پسرلي چې څومره ژوند کړی دی د خپل ټول ژوند وړې وړې تجربې يې شعر کړې دي. د هغه د شعر يو ارزښت هم په همدغو وړو وړو تصويرونو کې دی، چې نور خلک يا ورته متوجه نه دي او يا يې شعر کولای نه شي. له معشوقو سره د سفرونو په اړه به مو ډېرې خبرې اورېدلې وي خو که چا ورسره ګډ سفر کړی وي نو بيا به ددې شعر په خوند لا ډېر پوه شي:
خوب مې ليد چې زه او ته يو لري ځو
خدای خو دې راپېښ کړي په رښتيا سفر
د فکر دغه بله بېلګه يې هم د يادونې وړ ده:
مرګ مو انجام نه دی څه به نور تر عدم وړاندې وي
ښايي د ژوندون اوبه تيارو ځينې هم وړاندې وي
سترګې د ګلونو مې سحر واړه لندې ليدې
دا څنګه دستور دى چې تر پېښې يې غم وړاندې وي
ځان ګڼو يوازې، چې د مرګ پر پوله وخېژو
وبه ګورو، موږ نه به هم زښته عالم وړاندې وي

درې وړانديزونه
د خدای بښلي استاد پسرلي صاحب د ژوند يو مهم اړخ له ارواښاد پاچاخان سره ملګرتيا ده. پسرلي صاحب ماته پخپله څو ځله له پاچاخان سره د خپلې ملګرتيا کيسې کړې دي. پاچاخان چې به کندوز ته ولاړ نو ارو مرو به د پسرلي صاحب مېلمه وه. ممکن په دې اړه تر ما ځينو نورو دوستانو ته ډېر معلومات وي.
زه هيله لرم چې که څوک د پسرلي صاحب د ژوند په دغه مهم اړخ باندې څېړنه وکړي نو دا به نه يوازې د هغه د ژوند په يوه نوي اړخ باندې نوې څېړنه وي بلکې د خدايي خدمتګارانو له ملګرو به هم مرسته وي. له دې سره به همهاله افغانستان او بيا کندوز ته د پاچاخان د سفرونو هدف او لاسته راوړنې هم روښانې شي.
دويم دا چي په پښتو معاصر ادب کې تر استاد پسرلي لوی نوم نشته. زه له ولسمشر کرزي څخه هيله کوم چې د هغه په نوم دې د هېواد تر ټولو لوړ ادبي مډال منظور کړي او هر کال دې هغو کسانو ته ورکړل شي چې په ادبياتو کې يې مهم کار کړی وي.
درېيم وړانديز مې دا دی چې د هېواد کوم پوهنتون دي ((پسرلی پوهنتون)) ونومول شي.

چې راکتلی نه شئ اوس زما لور ته
بتۍ او شمۍ مه راوړئ ګور ته
ستا سو دستور دی مړه په اوږو وړئ
ژوندي مو نه کړل له خاورو پورته

اروا دې ښاده او ياد دې تلپاتی شه

2 thoughts on “ډوبې بېړۍ او تصويرونه يې/همیم جلالزی”
  1. ګران او منلی داکتر صاحب سباوون زمونږ سلامونه او نیکی هیلی ومنی.
    ستاسو د ښو وړاندیزیونو په تایید زه یو بل کوچنی وړاندیز هم لرم او هغه دا چی د مرحوم استاد محمدصدیق پسرلی ټول لیکلی آثار که هغه مخکی چاپ شوی دی او یا لا تر اوسه نه وی چاپ شوی ، د دوی د قدرمنو زامنو او نورو لیکوالانو او شاعرانو او د افغانستان د علومو اکادمی په ګډون راټول او په یو زیات شمیر نسخو کی چاپ او ټولنی ته وړاندی شی. خصوصا د هیواد ټولو کتابتونونو ته په وړیا ډول ورکړل شی ، ترڅو زمونږ راتلونکی نسلونه له هغوی نه مثمره ګټه واخستله شی. ایکاش دا کار د دوی په ژوند سرته رسیدلی وای چی دوی هم د خپلو زحمتونو ثمره لیدلی وای.

  2. بخښنه غواړم زما وړاندیز د ښاغلی همیم جلالزی د لیکنی په ارتباط وه . لطفا زما وړاندیز اصلاح کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *