ښاغلی ټرمپ د اسیا په زړه کي د یو جنګ ځپلي هیواد څخه په وچو شونډو د بریا مبارکي ومنه
ښاغليه ! زه سږکال اتلس سوم .
اووه کلن وم، چي ستاسي د هوايي ځوک په بمباریو کي مي د کورنۍ له غړو سره مورهم شهیده سوه
پلار مي د ولسوالۍ په بازار کي د خوراکي توکو پلورنځی درلود.
د مور له شهادت څخه دوه کاله وروسته مي پلار په همدغه خوراکه پلورنځي کي یوې ګولې ډوډۍ ګټلو ته ناست و، چي ناببره ستاسي د عسکرو موټریز کاروان څېرمه یوې درنې چاودني په سیمه کي زما څیر زیات هلکان بې پلاره کړل.
زه او اکا مي له اوږده ځنډ او څو ځايه تلاښۍ څخه وروسته روغتون ته ورغلو، هلته نور په غم اخته نراوښځي هم راټول سوي وو، چي په دغه پېښه کي د مړو او ټپي خپلوانو پلټنه وکړي.
موږ زیات مړي او ټپیان ولیدل، خو زما پلار مي ونه لیدی.
ډېر وګرځیدو اخر یو ډاکټر راته وویل، هغه یومخ سوځلی اود لیدو نه دی.
د امریکا د متحده ایالاتو پنځه څلوېښتم ولسمشره !
که څه هم تاسي د امریکا یو پېژندل سوی سوداګر یاست، خو دومره به مو په یاد وي،چي تورپوستي اوباما اود هغه یارانو داسلامي امارت د ړنګولو پرمهال اوله هغه وروسته له افغان ولس سره بیلا بیلي ژمني وکړې، خو افسوس !! تراوسه لا افغانان د سولي په کوتره پسې سرګردان ګرځي.
لاتراوسه هم موږ افغانان لکه د قربانۍ پسونه په پردۍ جګړه کي وژل کیږو او په وینو مو زموږ حریفان د جګو ودانیو خټي لندوي.
سپيني ماڼۍ ته ننوتونکیه !
زه دګران افغانستان په یوه لیری ولسوالۍ کي ژوند کوم
زموږ په ولسوالۍ کي تراوسه یو ښوونځی هم نه سته
زما په سلهاوو همزولي، تنکي ځوانان، هلکان، نجوني او ان په عمر پاخه کسان لاهم خپل نوم نه سي لیکلای
لاتراوسه میندي د یوعادي ناروغۍ د درملني لپاره د ولسوالۍ بازارته له رسیدو ترمخه مري
د لاري، پلونو او سړکونو یوازي نومونه پاته دي
په سلهاوو ځوانان وزګار او اکثره خپل نس د کلاشنکوف په مرسته مړوي
داسي ځوانان هم سته،چي د يوۍ ګولې ډوډۍ پیداکولو لپاره د ګاونډیو هیوادونو پر لارو ژوندي ورک سوي دي او هغه د کښتیو د ډوبیدو کیسې خوبه تاهم اوریدلي وي، چي په هره ډوبه سوې کښتۍ کي یو یاڅو افغانان نهنګانو ترستوني تېر کړي دي.
ښاغلی ټرمپ !
په لومړي ځل زموږ د هیواد په تاریخ کي دوه سری دولت ستاسي د مخکنیو چارواکو لخوا راباندي تپل سوی دی، چي باور وکړی د چارواکو خپلمنځي جنجالونو زموږ ستونزي یو په دوه کړي دي
تاسي به خبریاست، چي زموږ همدغه دوه سري دولت د اوبا له ادارې سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، ددې دامانا ده، چي افغانستان له دې ورسته د پردیو له ګواښونو خلاص او که چا ستونزي ورته جوړولې، نو تاسي به يې ملاتړ کوی، خو له بده مرغه د تړون له لاسلیکیدو وروسته هم موږ له خپلو ګاونډیانو ځوریږو، چي په دې اړه هم ستاسي ځانګړې پاملرنه اړینه ده.
که څه هم په ټاکنیزو کمپاینونو کي تاسي او ستاسي انتخاباتي حرفي د افغانستان په اړه څه ونه ویل، خو ستاسو دي پام وي، چي افغانستان له تیرو دیرشو کالو راهیسي ستاسي د ګټو په اورکي په یواوبل نامه سوځي.
افغانان نور له اوږدې کور ورانوونکي جګړې ډېرستړي دي .
په هرافغان کور کي لږ تر لږه دوه یا درې کسان دې ناپایه جګړې وژلي یايې د بدن غړي له لاسه ورکړي، چي اوس په ځان پوري حیران دي.
د امریکا نوی ولسمشر !
افغانان په نړۍ کي سوله خوښوونکي او سوله غوښتونکي خلک دي، تاسي په رښتیا د سولي په ټینګښت کي زموږسره مرستي وکړي، ترڅو موږ هم په یوه ګوله وچه ډوډۍ ماړه او د خپل ګران هیواد په غېږ کي د خوشحالۍ سا واخلو.
ښاغلی ټرمپ !
که چیري تاسي هم د بارک اوباما او نورو امریکايي ولسمشرانو په څير د افغانانو وینو، چیغو، ژړا او فریادونو ته پام ونه کړی، نو داخبره له ځان سره یاداښت کړه، چي له هرڅومره لیروالي سره به تاسي بیاهم د افغانانو له ژړا او چیغو څخه ارام خوب ونه کړی او بالاخره به زموږ ویني او اوښکي د خونړي سېلاب په بڼه ستاسي جګي ماڼۍ رانسکوري کړي.
نور نو ستاسي قیمتي (!) وخت نه نیسم
تاسي ته دي سپینه ماڼۍ مبارک وي، موږ د خپل هیواد په سوله ییزه لمن کي خوښ یو.
په درنښت
د تاریخي افغانستان یو جګړه ځپلی ځوان
۹ – ۱۱ – ۲۰۱۶
کندهارښار، چوڼۍ
یادونه: دغه کالم د (سرخط ورځپاڼي) په ۳۷۲یمه ګڼه کي هم خپور سوی دی