ډونالډ فورشا جونز
Donald Forsha Jones
د اپریل په ۱۶ نېټه، کال ۱۸۹۰، د متحده ایالتونو په کان کې زېږېدلی او د جون په ۱۹ نېټه، کال ۱۹۶۳، د کون په همدېن کې مړ شوی.
د امریکا پاتوړ (geneticist) او په کرهڼپوه وو چا چې د دوه رګه شوو جوارو سوداګرۍ ممکنه کړه او په سوداګرۍ کې ېې د دې جوار پېرل او پلورل ممکن کړل. جونز خپل لسانس له (Kansas State College of Agriculture) څخه وکړ او دوه کاله ېې له (Arizona Agricultural Experiment Station) سره کار وکړ. په کال ۱۹۱۴ کې هارډورډ پوهنتون (Harvard University) ته ولاړ . په کال ۱۹۱۷ کې جونز په بریالی توګه د دوه دوه رګه شوو جوارو په یو ځای کولو وتوانیده. په دې معنی چې دوه د داسې جوارو تخمونه ېې سره یو ځای کړل چې دواړه دوه رګه وو او یو بل ډول جوار ېې ځنې تولید کړل. په کال ۱۹۲۴ کې د دوه رګه کولو له لارې خواږه جوار په لمړي ځل تولید کړل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *