د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز[1]
په امريکا کې د ۲۰۱۶ کال (د نوامبر ۸مې) په ولسمشريزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند ډونالډ ټرمپ خپل سخت سیال او اټکلي ګټونکې هیلاري کلنټن ته ماتې ورکړه او په دې توګه د امريکا د متحده ایالاتو ۴۵م ولسمشر شو.
له ټاکنو وړاندې، ډونالډ ټرمپ د بېلابېلو قضیو -په تېره بیا د مېرمنو په اړه پخوانيو څرګندونو- له کبله په بېلابېلو سروېګانو کې له هېلاري کلنټن څخه وروسته و؛ خو بیا هم په ډراماتیک او غیر اټکلي ډول بریالی شو او د نړيوالو ترڅنګ يې خپله امريکايان هم په خپلې دغې بريا سره هک پک کړل.
د ډونالډ ټرمپ ولسمشر کېدو د نړۍ په بېلابېلو سهامي مارکېټونو کې کاروبار مخ پر ځوړ روان کړ او ترڅنګ یې په امریکا کې دننه یو شمېر مخالفو لاریونونو ته هم لاره هواره کړه.
دا چې هېلاري کلنټن ولې ټاکنې وبایللې، د امریکا د نوي ولسمشر نظریات څه دي او زموږ د سیمې په تېره بیا افغانستان په تړاو به څه ګامونه پورته کړي؟ دلته پرې شننه کوو.
ټرمپ ولې ټاکنې وګټلې؟
دا چې هېلاري کلنټن ګټلې لوبه ولې وبایلله، مهم لاملونه يې په لاندې ډول دي:
لومړی؛ د سپینپوستو رایې: ۶۲ سلنه امريکايان سپینپوستي دي. ټرمپ له دغو سپینپوستو څخه په ټوليز ډول ۵۸ سلنه رایې ترلاسه کړې او هېلاري کلنټن يې بیا ۳۷ سلنه رايې ترلاسه کړې. د سپینپوستو ۶۳ سلنه نارینهو ټرمپ او ۳۱ سلنه کلنټن ته رایه ورکړه. دغه راز ۵۳ سلنه سپینپوستو مېرمنو ټرمپ ته او ۴۳ سلنه بیا هېلاري کلنټن ته رایې ورکړې. [2]
دویم؛ د تور پوستو او لاتینينژادو رایې: په امریکا کې تقریباً ۱۲.۲ سلنه خلک تور پوستي دي او ۱۷ سلنه بیا لاتیني/هسپانوي ریښې لري. که څه هم هېلاري کلنټن له دوی څخه ډېرې رایې ترلاسه کړې؛ خو د تېرو ټاکنو په پرتله چې بارک اوباما له دوی څخه څومره رایې ترلاسه کړې وې، هېلاري کلنټن هومره ترلاسه نه شوای کړای. هېلاري کلنټن د تورپوستو ۸۸ سلنه خو اوباما ۹۳ سلنه رایې ترلاسه کړې وې. هېلاري کلنټن د لاتیني ریښې لرونکو ۶۵ سلنه خو اوباما ۷۱ سلنه رایې ترلاسه کړې وې. [3]
درېیم؛ نشنلستي افکار: دا مهال نړۍ او په تېره بیا لوېدیزه نړۍ د ګلوبلایزیشن ضد او نشنلستي افکارو په لور روانه ده. د بېلګې په ډول له اروپايي ټولنې څخه د انګلستان وتل (تر ډېره د بارېس جانسن له کبله شوني شول، چې اوس د انګلستان د بهرنیو چارو وزیر او د نشنلستي افکارو په تړاو نومیالی دی)، په اروپايي هېوادونو کې د کډوالو پرضد راپورته کېدونکي افکار او په روسیه کې د پوتین د مقبوليت زياتوالی هغه څه وو، چې په امریکا یې هم اغېزې وکړې. دغه راز د امریکا دننه یو شمېر نورې ستونزې هم وې، چې د سپینپوستو او امریکایانو دغو نشنلستي افکارو ته يې لاره پرانیستله.
څلورم؛ د FBI لخوا د هېلاري کلنټن د ایميلونو قضیه: وروستی لوی لامل چې د هېلاري کلنټن پر کمپاین یې ډېر سیوری وغوړاوه، دا و چې هغې خپل شخصي ایمیل سرور يې د حکومتي چارو لپاره کارولی و. دغه قضیه یو ځل د امریکا د تحقيقاتو فډرالي ادارې (FBI) لخوا وڅېړل شوه؛ خو د ټاکنیز کمپاین پرمهال د دغې ادارې د مشر لخوا بیا راپورته شوه. دغه حالت د رایو ورکوونکو پر اذهانو اغېزه وکړه.
د ډونالډ ټرمپ توند نظريات
که څه هم ډونالډ ټرمپ د سیاست د ډګر نوی لوبغاړی دی او ډېره تجربه په اقتصادي کاروبار کې لري، نو له همدې کبله د ده نظریات او فکر معلومول هم ستونزمن برېښي؛ خو بیا هم د ټاکنیز کمپاین او په وروستیو څو کلونو کې د ده هغه نظرونه او څرګندونې رااخلو چې د بېلابېلو قضاياو په اړه یې کړې دي.
کډوال: د کډوالو په اړه ډونالډ ټرمپ تر ټولو تنګنظری او په امریکا کې د نورو لورو لهخوا تر سختو نیوکو لاندې دی. دی د کډوالو په اړه وايي، چې له امریکا څخه به ۱۱ میلیونه ناراجستر کډوال وشړي، له مېکسیکو سره به پر پوله ۱۰۰۰ میله اوږد دیوال جوړ کړي (هغه هم داسې مهال چې دوهنیمې لسیزې وړاندې د برلېن دیوال ونړېد)، د سوریې کډوال به ممنوع او شته کډوال به یې وشړي او په موقتي توګه به له هغو هېوادونو څخه د کډوالو راتګ بند کړي، چې د “تروریزم” پر صادرولو تورن دي.
په عراق او سوريه کې داعش ډله: ډونالډ ټرمپ په لومړیو کې امریکا ته مشوره ورکړه، چې د داعش ډلې او بشارالاسد ترمنځ جګړه کې چوپ پاتې شي او له جګړې وروسته پاتېشوي لوري سره بیا خپل چلند وکړي. خو د پاریس له خونړیو پېښو وروسته یې وویل، چې دی به د داعش پرضد سخت ګامونه پورته کړي، ترڅو دغه ډله ونه توانېږي چې د انټرنېت له لارې نور خلک خپلو ليکو ته جذب کړي. د ټاکنو د کمپاین پرمهال يې وویل: موږ کوم بل انتخاب نه لرو، بې له دې چې داعش له منځه یوسو. ټرمپ، د داعش ډلې د ځپلو لپاره نورو هېوادونو ته د امريکايي سرتېرو د لېږلو ملاتړ هم وکړ.
سعودي او ایران: د سعودي او ایران په لور هم د ډونالډ ټرمپ څرګندونې د اوباما د تګلارې خلاف دي. ده پر ایران د بندیزونو دوهبرابره او درېبرابره کولو غوښتنه کړې وه؛ ځکه د ده په اند ایران تر ټولو زیات د «تروریزم» ملاتړی هېواد دی. همدا لامل و، چې کله د ایران د بهرنیو چارو وزیر ډونالډ ټرمپ ته مبارکي ورکوله نو له هغه یې وغوښتل، چې نړیوالو مقرراتو او لاسلیک شویو تړونونو ته ژمن پاتې شي. د سعودي عربستان په تړاو ډونالډ ټرمپ په هغه صورت کې د تېلو د نه اخیستلو ګواښ کړی، چې د داعش ډلې په ځپلو کې د سعودي عربستان سرتېري ونډه وانه خلي.
چین او روسیه: ډونالډ ټرمپ تراوسه د روسيې په پرتله د چین پرضد ډېرې څرګندونې کړې، چې هغه هم تر ډېره د سوداګریزو اړیکو له کبله دي. ده پر چین د یوان (چینايي پیسې) ارزښت کمونې له کبله نیوکې کړې؛ ځکه د امریکایانو په اند د چینايي یوان د ارزښت کموالي له کبله امریکا له چین سره په دوهاړخیز تجارت کې زيان لیدلی. دغه راز ده پر چین د امریکا د معنوي شتمنۍ د غلا کولو تورونه ولګول او د دغو تورونو د ثابتولو ژمنه يې هم وکړه. د دې ترڅنګ یې وویل، چې د امریکا د سوداګرۍ استازو او د سوداګرۍ نړیوال سازمان ته به لارښوونه وکړي چې د چین پرضد یوه دوسیه جوړه کړي. په بل اړخ کې امریکا، په هېواد کې دننه د چین ډېره پوروړې ده، په تړاو يې ډونالډ ټرمپ ويلي، چې دی به دغه پورونه او د ملي پورونو کچه راکمه کړي او په اسیا-پاسفیک کې به خپل نظامي حضور هم زیات کړي، ترڅو امریکا د چین پرضد په معاملاتو کې برلاسی لاس ولري.
ټرمپ له روسیې سره د نوي اېتلاف غوښتونکی دی، ترڅو د ده په اند په سوریه کې له روسیې سره د دوی اختلافات کم شي. کله ډونالډ ټرمپ ټاکنې وګټلې نو د روسیې ولسمشر پوتین ده ته مبارکي ورکړه او هیله یې وښوده، چې ماسکو او واشنګټن به د اړیکو ښه کولو لپاره په ګډه کار وکړي، ترڅو د دوی ترمنځ ترینګلې اړیکې ښې شي او دغه ګډې هڅې به په نړۍ کې د امنیتي ګواښونو په تړاو مثبته نتیجه هم ورکړي.
ټرمپ او افغانستان
که څه هم له ۲۰۰۴ کال وروسته دا لومړی ځل و، چې د افغانستان موضوع د امریکا د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د ټاکنیز کمپاین پر مهال تر ډېره له پامه وغورځول شوه. دا هم څو لاملونه لري؛ لومړی لامل یې دا دی، چې د داعش ډلې، سوریې، کډوالو، روسیې، چین، ترهګرۍ، په امریکا کې ترسره کېدونکو «تروریستي» پېښو او د امریکا داخلي حالات او وضعیت د افغانستان د موضوع په پرتله مهم وګڼل شول. دویم لامل یې دا دی، چې د ۱۵ کلونو له تېرېدو سره، د افغانستان قضیه تقریباً د ۲۰۰۱ کال په څېر ده. دا چې دغه جګړه جمهوريپالو پیل کړې وه او وروسته د ديموکراتانو په دوو دورو کې هم حل نه شوه، نو ځکه دواړو لوریو هڅه وکړه، چې دغه موضوع ډېره ونه څېړي.
له دې پرته، ډونالډ ټرمپ له ۲۰۱۲ کال وروسته څو ځله د افغانستان په تړاو څرګندونې کړې دي. د بېلګې په ډول په ۲۰۱۲ کال کې ټرمپ ویلي وو، چې له افغانستانه به ټول سرتېري وباسي. په ۲۰۱۳ کال کې چې کله په افغانستان کې د ملي اردو د ځینو سرتېرو لخوا بهرني سرتېري ووژل شول، ټرمپ يې وپاراوه او ویې ویل: «راځئ چې له افغانستانه ووځو، زموږ سرتېري د هغو افغانانو له لوري وژل کېږي، چې موږ روزلي دي. موږ هلته ملیاردونه ډالر ضایع کړل، دا د منلو وړ نه ده.» [4]
وروسته بيا ټرمپ خپل دغه نظر بدل کړ او په افغانستان کې د امریکا د ۹۸۰۰ سرتېرو د پاتې کېدو غوښتونکی شو؛ ځکه د ده په اند په افغانستان کې شتون د پاکستان لپاره هم اړین دی. د دې ترڅنګ يې په ۲۰۱۵ کال کې دا هم وویل، چې په افغانستان کې د امریکا روانه جګړه تېروتنه نه وه.
د امريکا راتلونکی بهرنی سياست
په عمومي ډول د ټاکنیز کمپاین دريځونه له واکمنېدو وروسته سیاستونو سره توپیر لري او دا حالت په هر هېواد کې پېښېږي. ډېری نوماندان د ټاکنیز کمپاین پرمهال د رايهورکوونکو د پاملرنې جلبولو لپاره تودې ژمنې کوي؛ خو دغه ژمنې بیا تر ډېره نه عملي کېږي. له همدې کبله، شاید د ټرمپ له دغو توندو څرګندونو څخه یو شمېر يې له همدې برخلیک سره مخ شي. دغه راز ډونالډ ټرمپ چې تر دې وړاندې د سیاست تجربه نه لري، د امریکا بیروکراسۍ او ولسمشرۍ سیستم ته په ننوتلو سره، شاید هغه انقلابي پریکړې ونه شي کړای، چې د ټاکنو پرمهال يې کړې وې.
ټرمپ د ټاکنو له ګټلو وروسته د خپلې بریا په وینا کې د بهرني سیاست په تړاو یوازې همدومره وویل: «موږ له هر هغو هېوادونو سره ځو، چې له موږ سره تګ وغواړي. موږ به سترې اړیکې ولرو، موږ ګډ کار غواړو نه دښمني، موږ همکاري غواړو نه کړکیچ او ټکرونه.» [5]
له دې سره سره به د روسیې، چین او اسلامي نړۍ په تړاو د ټرمپ سیاستونه د امریکا د تېرو سیاستونو په پرتله بدل وي او تر څه حده به هغه څه ته نږدې وي، چې ده یې د ټاکنو پرمهال ژمنه کړې وه.
زموږ په سیمه کې به امریکا د پاکستان په پرتله له هند سره ډېره نږدې شي. په امریکا کې شته هندوانو د ټرمپ په ګټه هم کمپاین کړی و او یو ځل ټرمپ د دوی په دغه کمپاین کې برخه هم اخیستې وه. د پاکستان په لور که واشنګټن نور سخت ګامونه پورته نه کړي، نو اوسنی سیاست خو هېڅمهال هم نه بدلوي. همدا لامل دی، چې په پاکستان کې د امریکا سفیر وار له مخې ویلي، د ټرمپ په راتګ به د پاکستان په لور د امریکا سیاستونه بدل نه شي.
افغانستان په دوو برخو کې د امریکا له راتلونکو سیاستونو څخه تر ټولو زیات اغېزمنېدای شي:
لومړی؛ په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو برخلیک: دا چې ډونالډ ټرمپ به د سرتېرو په اړه څه پرېکړه وکړي؛ د وروستیو څو میاشتو څرګندونې یې ښيي، چې دی به له افغانستانه خپل سرتېري ونه باسي؛ ځکه دا به د امریکا په ګټه نه وي. دی به په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري وساتي، لکه څرنګه یې چې له دغه دریځه ملاتړ هم کړی و.
دویم؛ د اقتصادي مرستو برخلیک: د امريکا اقتصادي مرستې هغه څه دي، چې افغان حکومت به یې تر ټولو ډېره اندېښنه ولري. امریکا شاید له دې وروسته له افغانستان سره خپلې مالي مرستې له نورو سختو شرایطو سره وتړي.
[1] د ستراتېژيکو او سيمهييزو څېړنو مرکز (CSRS) يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، [email protected]، وېبپاڼه: www.csrskabul.com
[2] Jon Henley, White and wealthy voters gave victory to Donald Trump, exit polls show, see it online, https://www.theguardian.com/us-news/2016/nov/09/white-voters-victory-donald-trump-exit-polls
[3] ibid
[4] Jafar Haand, What Trump has said about Afghanistan, VOA, see it online: http://www.pashtovoa.com/a/donald-trump-remarks-on-afghanistan/3282242.html
[5] CNN, Here’s the full text of Donald Trump’s victory speech, see it online: http://edition.cnn.com/2016/11/09/politics/donald-trump-victory-speech/index.html