تاند – په امریکا کې د جمهوري ریاست له پاره د جمهوري غوښتونکیو د ګوند مخکښ کاندید ډونلډ ټرمپ وایي هغه باور لري چې،‌ «اسلام له مونږ څخه کرکه کوي» او هغه مطمئن نه دی چې آیا دغه کرکه مسلمانان کوي که پخپله د هغوی دین.‌

ښاغلي ټرمپ سي اېن اېن تلوېزیون ته په یوه مرکه کې وویل،‌ «زه فکر کوم چې اسلام له مونږ نه کرکه کوي.‌ هلته یوه غټه کرکه موجوده ده.‌ هلته یوه پراخه کرکه ده.‌ مونږ باید د هغې له بېخ نه ځانونه خبر کړو.»

کله چې د جمهوري غوښتونکیو د ګوند له دغه کاندید څخه چې متحده ایالاتو ته په ورتلونکیو مسلمانانو یې د یوه موقت بندیز غوښتنه کړې ده پوښتنه وشوه چې آیا دغه کرکه پخپله په اسلام کې ده؟‌ هغه وویل،‌«تاسو باید په دې هکله پخپله فکر وکړئ، صحیح ده؟ خو هلته یوه ډېره پراخه کرکه موجوده ده او مونږ باید ډېر هوښیار اوسو.‌ مونږ باید ډېر ځور اوسو او مونږ نشو کولی چې داسې خلکو ته دې وطن ته د راتګ اجازه ورکړو چې له متحده ایالاتو څخه کرکه لري.»

د سي اېن اېن د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا جنګ د غرب او افراطي اسلام ترمنځ دی که پخپله د اسلام ترمنځ؟‌ ټرمپ وویل،‌«هغه افراطي دی، خو دا ډېره سخته ده چې تعریف کړای شي،‌ دا ډېره سخته ده چې سره جلا کړای شي، ځکه چې تاسو نه پوهېږئ چې څوک څوک دی؟‌»

ټرمپ د کلیفورنیا د سان برنارډینو ترهګریزه پېښه د خپلې ادعا ثبوت وبلله او ویې ویل، «دغه دوه ځوانان چې پخپلو کې یې سره واده کړی وو، داسې ګڼل کیږی چې هغې هغه افراطي کړی وو، هغوی ۱۴ کسان ووژل.‌ هغوی د دوی ملګري ول، ورننوتل او بیا یې ووژل.‌ هلته یوه د نه باور وړ کرکه موجوده ده.‌ تاسو پاریس ته وګورئ، ۱۳۸ کسان ووژل شول، ورننوتل او ګڼ کسان یې ووژل،‌څوک ځای پرځای او څوک په روغتونونو کې مړه شول.»

د امریکن – اسلامیک ریلیشنز کونسل ویاند ابراهیم هوپر د ټرمپ خبرې وغندلې او ویې ویل،‌« دغه څرګندونې په بشپړ ډول له تاوتریخوالي څخه ډکې دي.‌ دا د عادي امریکایي مسلمانانو ژوند په خطر کې اچوي.‌ هره ورځ، مونږ ته د داسې بې سابقې مسلمان- ضد تبلیغاتو له امله د مسلمانو امریکایي اتباعو پرضد د حملو او ګواښونو راپورونه راځي.‌

ویل کیږي چې په امریکا کې د روانو انتخاباتي کمپاینونو له پیل راهیسې چې د جمهوري غوښتونکیو د ګوند نوموړي کاندید د اسلام او مسلمانانو پرضد خوله خلاصه کړې له یوې خوا یې په اسلامي نړۍ کې د امریکا پر ضد منفي تاثرات ډېر کړي او له بلې خوا پخپله په امریکا کې د مسلمانانو او غیرمسلمانانو ترمنځ ورځ په ورځ فاصلې زیاتېږي.‌ په عین حال کې یو شمېر کارپوهان په دې عقیده دي چې یو شمېر غربي هېوادونه د اسلام تر نامه لاندې افراطي ګروپونه په پټه حمایه کوي چې له یوې خوا پرې اسلام او مسلمانان نوم بدي کړي او بلې خوا ته پرې خپل حریفان له منځه وېسي.‌

5 thoughts on “ډونلډ ټرمپ: اسلام له مونږ څخه کرکه کوي”
  1. ترامپ خو خپله حًو ورحًى مخكى وويل چى داعش دامريكا پروژه ده اوس اسلام او افراطيت له موژحًخه كركه لرى دا ضد نقيض خبرى دى

  2. دده خوله غلطه شوې مقصد یې دادی چې انسان دده څخه کرکه لري. دا خپله داسې یو شوم میلونر دی چې په پيسو ایمان لري، دده نه اکثره امریکایان کرکه لري، ځکه چې دا انسانیت ته احترام نلري.

  3. ټرمپ نه پوهیږی چه اسلام ته څومره بی دینه خلک اسلام ته قائل شوی دی دی په دی ډاریږی چه عیسویان په نړی کی ختم نشی هغه دخپلی شتمنی په غم کی دی اسلام یو پوره دین دی ټرمپه ته داسلام نه خبرنه یی تا اسلام نه دی مطالعه کړی ته اسلام مطالعه کړه بیا به خپله پوه شی ټرمپه خپله ښتمنی دی درته بلا شی

  4. ترامپ یو پوچ مغزه سری دی د شه او بد په منز کی توپیر نشی کولیدی پخپله یو غیر اخلاقی او غیر منطقی خبری کوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *