تاند – یو راپور چې د متحده ایالاتو د چارپوهانو له لسو څخه ډېرو ډلو او پوهنتونونو په ګډه برابر کړی دی وایي چې د ټرمپ اداره دې د خپلې واکمنۍ په لومړي کال کې پاکستان د ترهګرۍ د دولتي ملاتړي په توګه نه اعلاموي، خو دا باید د اوږدې مودې په انتخابونو کې ونیول شي.
د پاکستان ډان ورځپاڼه لیکي چې د دغه راپور په برابرولو د نورو تر څنګ ایشین سټډیز سنټر، د هیریټیج فاونډېشن، جورج ټاون یونیورسيټي، نېشنل ډیفینس یونیورسيټي، نیو امریکا هېډسن انسټیټیوټ، بروکینګز انسټیټیوشن، سنټر فارسټریټیجیک ایند انټرنېشنل سټډیز او د مېډل ایسټ انسټیټیوټ کار کړی دی.
ډان لیکي چې په دغه راپور کې د ټرمپ ادارې ته، چې د جنورۍ په ۲۰مه یې سوګند واخیست او لا تر اوسه یې د پاکستان په هکله خپله پالیسي نه ده څرګنده کړې، سپارښتنې شوې دي.
د هندوستان فینانشیل اکسپرېس ورځپاڼه لیکي، په دې راپور کې د ټرمپ ادارې ته سپارښتنه شوې ده چې، «دا باید په روښانه توګه بیان کړي چې دا اداره غواړي چې د ترهګرۍ په ملاتړ کې د پاکستان د ښکېلتیا په هکله استخباراتي معلومات بیا وارزوي او دا کار د خپلو اسلافو په نسبت په لا ډېر دقت سره وکړي.»
فینانشیل اکسپرېس لیکي، دغه راپور استدلال کوي چې له پاکستان سره د امریکا د متحده ایالاتو پالیسۍ باید په حقیقتونو ولاړې وي. راپور لیکي، «متحده ایالات باید دې خیال ته د پای ټکی کېږدي چې که پاکستان خپل ستراتیژيک لوری سمې ته بدل کړي دوی به ورسره نورې مرستې وکړي او پوځي تجهیزات به ورکړي. په دې باندې باید سر خلاص شي چې دا احتمال نشته چې پاکستان به د تشویقي مرستو په ورکولو سره خپلې موجودې پالیسۍ بدلې کړي.»
کاري ګروپ، چې دغه راپور یې تیار کړی دی، له متحده ایالاتو څخه غواړي چې پوه شي چې له څو لسیزو راهیسې د پاکستان د پوځ د قوي کولو ګټه یوازې دا راوتلې ده چې، «هغه عناصر په کې تشویق شي چې هیله لري چې یوه ورځ کشمیر له هند څخه ترلاسه کړي.»
د تحلیلګرانو د دغه کاري ګروپ راپو وایي چې متحده ایالات دې پاکستان ته د خپل متحد په سترګه نه ګوري بلکه د یوه داسې غیرمتحد په سترګه دې ورته وګوري، چې افغان طالبان حمایه کوي.
راپور زیاتوي، «په لومړي قدم کې، متحده ایالات باید پاکستان ته اخطار ورکړي چې له ناټو څخه د یوه بهر متحد په توګه د هغه موقف له سخت خطر سره مخامخ دی. پرته له دې چې پاکستان په چټک ډول د دې لپاره ګامونه واخلي چې وښیي چې هغه له متحده ایالاتو سره د ترهګرۍ ضد هدفونه په ګډه تعقیبوي، متحده ایالات باید په شپږو میاشتو کې دننه د هغه دغه موقف ختم کړي.»
راپور دا هم وایي چې که پاکستان د دوه مخې لوبې پر ځای صادقانه عمل وکړي، په کار دی چې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ورسره لاس وشي.
دغه راپور د ټرمپ له ادارې څخه غواړي چې که چېرې بیا هم پاکستان خپلې موجودې لوبې ته دوام ورکوي په کار دی چې د ترهګرۍ د دولتي ملاتړي په توګه اعلام شي او له اړتیا سره سم چلند ورسره وشي.
PAKISTAN IS HOUSE FOR TERORISM.
PAKISTAN SUPPORT ALL TERORIST GROUPS,
AFGHAN TALIBAN,ALQAEEDA,ISIS,TAKHRIK ISLAMIE PAKISTAN/ARABIC/CHECHNIA/AWIGHOR CHINI TERORIST,
PAKISTAN MILITARY SECRET SERVICE (ISI) IS SUPORTER
FOR WORLD/
UNITED NATION/UNITED STATE AMERIKA MUST BRING
STRONG POLITICAL&ECONOMICAL PRESSURE ON PAKISTAN,TAKEOUT ALL KIND TERORIST FROM COUNTRY,
AND STOP THIS BUSIESS,THANK YOU
زشتيا ده باكستان بايد نوره هم منزوي شي