د ډيموکراسۍ تعريف، مفهوم او ځانګړتياوې
ډيموکراسي لفظ له دوو يوناني کلمو (ډيموسDemos ) او (کراټوس Kratos) څخه جوړ سوی دی. ډيموس ياني خلګ او کراټوس د حکومت په معنا دی. په دې توګه ډيموکراسي د خلګو د حکومت مفهوم لېږدوي. ابراهام لينکن ډيموکراسي داسي تعريفوي: (د خلګو حکومت، د خلګو په وسيله او د خلګو لپاره.) دا د ډيموکراسي مروج او تر ډېره منل سوی تعريف دی.
د ډيموکراسۍ ځيني بنيادي اصول او ځانګړتياوې چي کولای سي ډيموکراسي په ښه ډول را وپېژني دادي:
- ډيموکراسي پر عمومي افکارو او نظرياتو ولاړ نظام دی چي بايد د خلګو په وړاندي د مسئوليت احساس ولري او ډيموکراټ حکومت بايد وخت پر وخت خپل ډيموکراټيک اساس تجديد کړي.
- په سياست او مدني ژوند کي د اتباعو پراخ ګډون تامينوي.
- د ټولو اتباعو د بشري حقوقو ساتنه کوي.
- په ډيموکراسي کي هڅه کېږي چي حکومت، قانون او اجرائيه ځواک د اتباعو په وړاندي بې پرې وي. دا ځانګړتيا د حکومت حدود ټاکي، همدا راز د اتباعو حقوق تامينوي او ټولنيز نظم را منځ ته کوي.
- په ډيموکراسي کي د يوه ډيموکراټيک کولتور پر را منځ ته کولو ټينګار کېږي، ځکه ډيموکراسي ډيموکراټ خلګ را منځ ته کولای سي او ډيموکراسي هله را منځ ته کېدای او دوام کولای سي چي د خلګو تر منځ پراخ اغېز ولري. پر همدې بنا د ډيموکراسۍ د ودې او موثر تمامېدو لپاره يوه ډيموکراټ فرهنګ ته ډېره اړتيا ده.
ډيموکراسي يو ثابت مفهوم نه لري بلکي د وخت او ځای يا هم زمان او مکان له غوښتنو سره سم تغيير کوي. له دې وجې د لرغوني يونان د ډيموکراسۍ له مفهوم سره نننۍ ډيموکراسي توپير لري او ښايي په راتلونکي کي هم بدلون ومومي. ډيموکراسي ايډيالوژيک اساس نه لري، ډيموکراسي ياني په سياسي پريکړو کي برابر سياسي مشارکت. په حقيقت کي پراخ او برابر سياسي مشارکت د ډيموکراسۍ را منځ ته کېدو ته لار هواروي. ډيموکراسي د را منځ ته کېدو لپاره سياسي ځواک ته اړتيا لري او د دې ځواک سرچينه د خلګو مشروعيت دی نه بل څه.
ډيموکراسي له څلورو عنصرونو جوړه ده: عادلانه او ازاد انتخابات، ځواب ويونکی او شفاف دولت، سياسي او مدني حقوق او ډيموکراټيکه يا مدني ټولنه. ځينو نورو بيا د ډيموکراسۍ ځانګړتياوې داسي بيان کړې: د قواوو تفکيک، د ګوندونو ازادي، د ټاکنو او بيان ازادي، خلګو ته درناوی، د قانون حاکميت، د سولي منځ ته راوړل او د خلګو د ملاتړ جلبول.
د ډيموکراسۍ په اساسي اصولو کي هم د اختلاف شاهدان يو او هر عالم ورته له خپله ليدلوري ګوري. پر پورته يادو شويو ځانګړتياوو سربېره ځيني عالمان نور څه هم ور زياتوي خو د اختلاف په دې لړ کي يو بل ټکی هم اختلافي دی چي ډيموکراسي ارزښت دی او که د واک تر لاسه کولو طريقه؟. په دې سلسله کي هم دوې ډلې دي، يوه ډيموکراسي د واک لاس ته راوړلو باامنه او سولييزه طريقه ګڼي چي د خلګو له فکر سره سم پکي يو څوک له خشونت او تشدد پرته واک ته رسېږي خو د دې اند مخالفين بيا ډيموکراسي يو سياسي رژیم او ټولنيزه فلسفه ګڼي چي تر بل هر رژيم او فلسفې په زياته کچه عقايد منلای سي، په سولييزه توګه پکي واک لاس پر لاس کېږي او وروستی هدف يې د انسانيت خدمت دی.
ډيموکراسي په خپل ذات کي ګڼ ډولونه لري او لکه موږ چي وړاندي وويل ډيموکراسي د زمان او مکان له غوښتو سره سم تغيیر کوي، پر همدې بنا يې په بېلابېلو مهالونو کي ګڼ ډولونه موندلي خو دلته به يې درې اساسي ډولونه بيان کړو: مستقيمه ډيموکراسي، غيري مستقيمه ډيموکراسي او نيمه مستقيمه ډيموکراسي.
مستقيمه ډيموکراسي: په مستقيمه ډيموکراسي کي ټول وګړي په مستقيمه توګه په پريکړو او قانون جوړونه کي ګډون کوي. خو په دې ډيموکراسۍ کي ستونزه داده چي دا يوازي هلته شونې ده چي نفوس کم وي، ښه بېلګه يې لرغونی يونان دی چي همالته په اتن ښار کي دا ډول ډيموکراسي را منځ ته سوه مګر د خپلې دې نيمګړتيا له وجې يې دوام ونه کړای سو او اوس مهال داسي ډيموکراسي د نړۍ پر مخ نه سته. البته ريفرينډم يا ټولپوښتنه چي اوس مهال ځيني ځايونه دود ده او په ځينو مسايلو کي ترې کار اخيستل کېږي مستقيمه ډيموکراسي بلل کېدای سي.
غيري مستقيمه ډيموکراسي: نننۍ مروجه ډيموکراسي غيري مستقيمه ډيموکراسي ده، د دې ډيموکراسۍ د رواجېدلو يو عمده لامل زيات نفوس دی. په دې ډول ډيموکراسي کي خلګ د رايو پر بنسټ خپل استازي ټاکي او هغوی وروسته د حکومت چارې سمبالوي.
نيمه مستقيمه ډيموکراسي: د ډيموکراسۍ دا بڼه له پورتنيو دوو ډيموکراسيو را زېږېدلې او د دواړو ډيموکراسيو نښې پکي ځای لري. دلته سياسي واک پر دوو موازي بڼو ويشل سوی ياني هم د خلګو له خوا په مستقيم ډول او هم د دوی د استازو له خوا پلی کېږي. د دې سياسي واک پروسيجر يو څه اوږد دی چي موږ ترې دلته صرف نظر کوو.
تر دويمې نړۍ والې جګړې وروسته او د سړې جګړې په پيل کي دوه ډوله ډيموکراسي رواج وه: ليبرال ډيموکراسي او راډيکال ډيموکراسي خو تر سړې جګړې وروسته د ډيموکراسي ځيني نور ډولونه لکه: مشروطه ډيموکراسي، سوسيال ډيموکراسي، ليبرال ډيموکراسي، مختلطه ډيموکراسي، ملي ډيموکراسي او انقلابي ډيموکراسي هم را منځ ته سول.
د ډيموکراسۍ پر تيوري ولاړ حکومتونه ځيني اصول لري لکه:
- پارلمان
- د سياسي او مدني حقوقو خپلواکي
- اساسي قانون
- جمهوريت
- د قواوو بيلتون
- مدني ټولنه
- د بشر حقوق
- د مساوات اصل
د ډيموکراسۍ تاريخ
ډيموکراسي اوږده تاريخي مخينه لري او تر قبل الميلاد پنځه پېړۍ وړاندي لرغوني يونان او د افلاطون او ارسطو زمانې ته رسېږي. لکه څرنګه چي هغوی په خپلو کتابونو کي په مفصل ډول پر دې موضوع ږغېدلي دي. په لرغوني يونان کي له ښځو او مرېيانو پرته خلګو په سياسي قدرت کي په مستقيمه توګه ګډون کاوی. په لرغوني روم کي هم د امپراتورۍ تر پيدا کېدو وړاندي د ډيموکراسۍ نښې ليدل کېدای سي.
خو تر دې وروسته ډيموکراسي د سياست په ډګر کي شاته ولاړه او د يوه سياسي نظام په توګه تر ډېره ګوښې وه خو په نويو پېړيو کي ډيموکراسي هغه مهال سر راپورته کړ چي پر اروپا ځمکه وال نظامونه حاکم وو او نظامونو تر ډېره استبدادي بڼه درلوده. پر همدې مهال د ديني اصلاحاتو يا رينسانس او تجربې و مشاهدې غورځنګونه را منځ ته سول. د دولت مسله او د حاکميت ډول د ليکوالو او مفکرينو تر منځ د ورځې خبرې وې. په دې مهال کي ځيني نور بدلونونه هم راغلل لکه فابريکې ر امنځ ته سوې، صنعت او سوداګرۍ پرمختګ وکړ، پرمختګ پرمختللې صبغه لرله او د خلګو په ژوند کي د بدلون لامل سو. په دې توګه خلګ د نوي ژوند په مفهوم پوه سول او د خپل فکر پر بنياد يې د خپل ژوند جوړولو هڅې پيل کړې. د اوولسمې پېړۍ په پيل کي د ژوند په بېلابېلو اړخونو کي نوي نظرونه وړاندي سول. د باګرسوس د فطري حقونو اند په ټوله اروپا کي خپور سو، هابس اولاک د ټولنې، سياست او حکومت په باب نوې مطالعې او څېړنې پيل کړې، مونټيسکو او روسو د ازادۍ اصول او سياسي حقونو په اړه بحثونه را ميدان ته کړل. د مفکرينو د افکارو په تعقيب په امريکا او فرانسه کي انقلابونه وسول چي تر ډېره يې د همدې مفکرينو له افکارو الهام اخيستی وو.
په انګليسي ټولنه کي له ديارلسمې پېړۍ څخه لا ځيني اصلاحات پيل سوي وو چي تر څو پېړيو وروسته يې د نوي ډول حکومت راتلو ته لار هواره کړه تر دې چي په ۱۶۸۸ م کي په انګلستان کي انقلاب دا فکر رد کړ چي قدرت يو الهي حق دی او پارلمان پر پاچا برتري تر لاسه کړه.
په اتلسمه پېړۍ کي دوو پېښو د ولسواکۍ يا ډيموکراسۍ بنسټونو ته نړۍ واله بڼه ورکړه يو د شمالي امريکا ۱۷۸۷ کال اساسي قانون چي د فيلادلفيا په کنګره کي تصويب سو، دويم د ازادۍ او برابرۍ له شعارونو سره د فرانسې د ۱۷۸۹ م ستر انقلاب. د امريکا د خپلواکۍ اعلاميې او اساسي قانون تر تصويب وړاندي په فرانسه کي د ولسواکۍ نظريو فلسفي بڼه لرله چي تر دې وروسته يې عملي بڼه اختيار کړه.
د نولسمې پېړۍ په اوږدو کي ډيموکراسي په انګلستان، فرانسه او امريکا کي په برياليتوب مخ په وړاندي روانه وه او په دې توګه يې په اروپا کي ځانګړی اهميت پيدا کړ چي د نولسمې پېړۍ تر نيمايي پوري اکثرو لوېديځو هيوادونو ډيموکراټيک ارزښتونه ومنل.
په نولسمه پېړۍ کي يوه ليبراله ډیموکراسي حاکمه وه او ټولو خلګو د سياسي ګډون حق نه درلود لکه په انګلستان کي چي تر ۱۸۶۷ کارګر او تر ۱۹۱۸ م پوري ښځو د رايې ورکولو حق نه درلود خو په شلمه پېړۍ کي ډيموکراسي عمومي اړخ ونيو او ټولو خلګو ته د مشارکت يا ګډون زمينه برابره سوه. په دې توګه ټولو وګړو په سياسي مسايلو کي د ګډون کولو حق لاسته راووړ.
د ډيموکراسۍ ښېګڼې
اوس مهال د نړۍ ډېری هيوادونه او په خاص ډول پرمختللي هيوادونه د ډيموکراټيک نظام لرونکي دي. ډيموکراټيک رژيم لاندي ښېګڼې لري:
- د مساوات اصل : په يوه رښتنې ډيموکراسي کي هر څوک د ژوند له لومړنيو اړتياوو او امنيت څخه برخمن دی. ډيموکراسي په سياسي او اقتصادي برخو کي د وګړو مساوات غواړي او په هيڅ اړخ کي هم مذهبي، نژادي او ژبني تبعيض ته ارزښت نه ورکوي.
- فردي ازادي : په دې اړه جان سټوراټ ميل وايي چي ډيموکراسي يوازينی حکومت دی چي فردي ازادۍ او حقوق د اساسي قانون پر بنسټ ساتي. ډيموکراسي کي هر فرد ته ارزښت ورکول کېږي او له خپل ارزښت سره سم له فردي ازاديو برخمن دی.
- ملت پالنه : کله چي د يو هيواد وګړي په خپل لاس نوماندان ټاکي او دوی ته دا حق ورکول کېږي چي رايه ورکړي او د چارواکو په ټاکنه کي دخيل واوسي دوی احساس کوي چي د هيواد د برخليک په ټاکلو کي دوی هم لاس او اغېز لري. دا حس په دوی کي د هيواد پالنې روحيه پياوړې کوي.
- ټينګه حکومتولي : ډيموکراسي د خبرو – اترو او ټاکنو حکومت دی، په داسي يوه نظام کي د ګډوډيو او بيا – بيا انقلابونو مخه نيول کېږي ځکه چي خلګ د حکومت په چارو کي دخيل وي او کولای سي تر ناخوښۍ وروسته د ټاکنو له لارې چارواکي لرې کړي.
او نوري ښېګڼې…
د ډيموکراسۍ نيمګړتياوې
ډيموکراسي د خپلو ارزښتمنو ښېګڼو له وجې په نړۍ کي پراخ منښت يا مقبوليت لري خو د دې تر څنګ يې منتقدين ځيني نيمګړتياوې په ګوته کوي لکه:
- د ناپوهو خلګو واکمني : ارسطو چي د سياست په نړۍ کي د پلار حيثيت لري ډيموکراسي د حکومت فاسده بڼه بولي. د ده په اند دا د بې وزلو، ناپوهو او خوار پوړ حکومت دی. د دوی استدلال دادی چي په ډيموکراسي کي د پوه او ناپوه يا يوه عادي سړي او يوه ماسټر او دوکتور رايه يو حيثيت لري. د دې تر څنګ ناپوه خلګ نوماندان د خپل علميت پر اساس نه سي انتخابولای او د ځينو نورو غرضي تړاوونو پر بنياد يې غوره کوي.
- د شتمنو واکمني : مارکسيسټان ډيموکراسي د شتمن پوړ حکومت بولي او وايي چي شتمن کولای سي د خپل ثروت په اغېز سره رسنۍ او نوري منابع د ځان په ګټه وکاروي. دوی د پيسو په وړاندي د خلګو کمزوري استدلال نيسي او يو سياست پوه وايي چي پيسې د مقننه او اجرايه قوې په وړاندي ستر خنډ دي او ډيموکراسي فاسدوي.
- ډيموکراسي د اکثريت حکومت نه دی : د ډيموکراسۍ زيات منتقدين وايي چي ډېر کله ګټونکی کانديد تر هغه لږ رايې لري چي مات سوی دی.
- اخلاقي نيمګړتيا : په ډيموکراټيکه توګه چي د سيالانو تر منځ د واک ته رسېدو لپاره کومه مبارزه کېږي منتقدين يې تر نقد لاندي نیسي او وايي چي دا سيالي غير عادلانه وي او داسي سيالۍ کولای سي ټولنه د اخلاقي فساد لور ته بوزي.
- د ګوندي سياست زيانونه : د ډيموکراسۍ لپاره يو اړين شی سياسي ګوندونه دي. منتقدين وايي چي کله يو سياسي ګوند واک ته ورسېږي نو هغه د مخالف ګوند وړو او با استعداده کسانو ته دندې نه ورکوي او د خپل ګوند کسان ګوماري.
موږ او ډيموکراسي
زموږ په هيواد کي ډيموکراسي ډېر اوږد تاريخ نه لري خو بيا هم موږ په يو لحاظ د امير حبيب الله خان له واکمنۍ څخه د ډيموکراسۍ لور ته يو څو ګامونه اخيستي چي وروسته بيا دا بنسټونه د غازي امان الله خان په وخت کي نور هم ټينګ سول مګر په افسوس سره چي وروسته راتلونکو وحشتونو د ډيموکراسۍ پر لور زموږ روان مزل تم کړ او موږ تر يوه اوږده ځنډ وروسته د بُن له غونډې څخه په هيواد کي پر ډيموکراټو بنسټونو د ولاړ دولت څښتنان سوو.
موږ له ډيموکراسۍ سره اوږد شناخت نه لرو، نه هم زموږ په ولس کي هغه وړتيا سته چي د ډيموکراسۍ لپاره ضروري ده. پر دې بنا موږ د ډيموکراسۍ په دې دور کي داسي څه وينو چي هغه صريحا زموږ له ملي ګټو او منافعو سره ټکر کي وي. پر دې سيمه تل استبدادي رژيمونه واکمن پاتي سوي او له بده مرغه دلته داسي بنسټونه نه دي رغول سوي چي خلګ په سياسي او علمي ډګر کي وروزي. موږ ته له خپلو تېرو حکومتونو يوازي بې سوادي، فقر او جنګ په ميراث پاتي سوی دی.
له همدې وجې ښايي د موجودو ستونزو له وجې ډيموکراسي ونه سي کولای ژر په دې هيواد کي وزرې وغوړوي. د دې تر څنګ يوه بله ستونزه چي دلته د ډيموکراسۍ په وړاندي موجوده ده هغه د خلګو فکري مخالفت دی. خلګ انګيري چي ډيموکراسي د دوی له عقيدو او باورونو سره ټکر کوي، مګر خبره د دې اپوټه ده ځکه ډيموکراسي واک ته د رسېدو او واک چلولو يوه سولييزه تګلاره ده. تر دې هاخوا هيڅ داسي څه نه لري چي د خلګو پر باورونو بريد وکړي، بلکي ستره ښېګڼه يې دا ده چي د زمان او مکان په غوښتنو کي خپل رنګ هم بدلوي.
ماخذونه:
- ګفتمان های مقايسه ای اسلام و دموکراسی، د احمد علي رضايي نويد ليکنه
- د سياسي افکارو او نظرياتو تاريخ، د استاد شير علم امله وال ليکنه
- سياسي مکتبونه، د فرهاد داوري ليکنه
- سياست پوهنه، د فرهاد داوري ليکنه
- انګلش انسايکلوپېډيا
- او ځيني نور فارسي او انګلش ويب سايټونه