خبرپاڼه –
يو شمېر مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو، افغانستان نوين څېړنیز مرکز، لوی افغانستان تحريک غړو، افغانستان مدني ټولنې فدرېشن استازو، د یوشمېر نورو، مدني او فرهنګي ټولنو او قومي شوراګانو استازو پکې حضور درلود.
ټاکل شوې وه چې لاریون په د موټريز کاروان په بدرګه تر سره کېږي، خو امنيتي ځواکونو د موټريز کاروان بدرګې ته اجازه ورنه کړه، نو له همدې امله ياد لاريون د کابل په عيدګاه مسجد کې تر سره شو.
لاريون په لاسونو کې د لوی افغانستان شعارونه او ملي بیرغونه لېدل کېدل، د عيد ګا جومات ديوالونه د لوی افغانستان  په شعارونو ښکلې شوې وې، همدارنګه  د ملي يووالي شعرونه په ملي ژبو ليکل شوي وو.
ټاکل شوې وه، چې موټريز کاروان به د پاکستان  تر سفارت پورې لاریونوال بدرګه کړي او هلته به د پاکستان سفارت ته  خپل پرېکړه وسپاري او له هغه ځای نه  تر پارلمان ودانۍ پورې به لاريون کوونکي د موټرو په بدرګه درومي،  خو د امنيتي ځواکونو له لوري اجازه ورنه کړل شوه.
 لاریون کوونکو خپله اعتراضيه غونډه  وکړه او د سپېڅلي کلام له تلاوت څخه وروسته د افغانستان نوين  حېړنيز او مطبوعاتي مرکز موسس او ريس ښاغلي ډاکتر عبدالله هيواد ستيج ته وبلل شو.
ډاکتر عبدالله هيواد د پاکستان په دولت نيوکه وکړه او هغوی يې وغندل، چې په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي، نوموړي  د خپلو خبرو په دوام وويل چې موږ هيچاته ددې اجازه نه ورکوو، چې په ډيورنډ معامله وکړي،  موږ د خپل هيواد په وړاندې هر ډول دفاع او سرښندنې ته چمتو يوو، نومړي په افغان دولت هم نيوکه وکړه، چې د دوست او دښمن په وړاندې څرګند دريځ نه لري، نوموړي افغان دولت په هغو پټو معاملو هم اندېښنه وښوده، چې پاکستاني چارواکي يې ادعا کوي.
ور پسې په مورنۍ خاوره کې د لوی افغانستان تحريک د دفتر مطبوعاتي مسوول حبيب الرحمن تاثير لاريونوالو ته  د ډيورنډ په اړه خورا لنډې او سکښتې خبرې وکړې، نوموړي ډيورنډ کرښه ناسور ياد کړ  او ددغه ناسور درملنه د افغانانو په يووالي کې ده، نوموړي له مارګلې او تر ګوادره ټول يو افغان ولس وبلل او د يووالي احساساتي شعارونه يې ورکړل.
د افغانستان د واليانو ټولنې په استازيتوب د غزني پخوانی والي او د افغانستان نوين څېړنيز مرکز مرستيال شېر خوستي هم د ډيورنډ خلاف او د افغان دولت په بې کفایتۍ  خبرې وکړې، نوموړي په خبره ډيورنډ زموږ فرضي کرښه ده او دغه فرضي کرښه به د وخت په تېرېدو سره له منځه ځي او افغان ولس به يو موټی کېږي.
د افغانستان د پشه يانو د اتفاق ټولنې ریس عبدالستار حیات هم خبرې وکړې، د افغان ولس تر منځ يووالی يې د سامراجي چارواکو  د ماتې مهمه وسيله ياده کړه، نوموړي په خلکو غږ وکړ، چې په ملي مسایلو کې باید هيڅوک هم ځان ونه سپموي.
د افغانستان مدني ټولنې د فډرېشن ریس صديق انصاري بیا د لاریون پرېکړه رسنیو ته وويل (( پاکستان د افغانستان، محکومې پښتونخوا او محکوم بلوچستان د خلکو د وژنې زمه واره ده، باید نړيواله ټولنه يې د محکمې مېز ته راکش کړي، همدارنګه د ارضي تماميت نه ولسونه دفاع کوي او که پاکستان  که د ډيورنډ په امتداد داغزن سیم غځول بند نه کړي، نو لرې نه ده چې په وړاندې يې ولسي پاڅون وشي.
د لاريون پرېکړه ليک په نهو مادو کې ترتيب شوی و، چې نژدې ټولې مادې يې له پاکستان سره د کرکې په اړه وي، اعتراضيه  غونډه غرمه په دولس نيمو بجو پای ته ورسېدله.
په درنښت
افغانستان نوين څېړنيز مرکز
مطبوعاتي څانګه 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *