ليکواله؛ جولي ان اموس
ژباړن؛ انيس حليم
کله چې موږ د ډيپلوماسي نوم اورو، داسې يو تصوير مو ذهن ته راځي چې په يو ستر اطاق کې ناست خلک د مختلفو هېوادونو په استازيتوب پر يوه مهمه موضوع د نتېجهګيري لپاره بحث کوي.
ځانژبه (Body language) په تمامه مانا د نړۍ د هېوادونو تر منځ د ډيپلوماسي مهمه برخه ايجابوي چې په عامه ژوند کې يې هم ارزښت زيات دی او د انسان پر شخصيت نېغ په نېغه اغېز لري.
ځانژبه او نړيواله ډيپلوماسي
نړيواله ډيپلوماسي پر ځانژبه زياته معتمده ده چې په مرسته يې مهم سوالونه او اندېښنې مستقيم ځوابېدای شي. په ډيپلوماسي کې ځانژبه د استازيو هر فزيکي چلند تر جدي نظر لاندې نيسي، لکه ډيپلوماټان سر، لاس يا د بدن بله برخه څنګه خوځوي؟ هغوی په کوم انداز کښېني؟ او يا هم په متفاوتو حالتونو کې دوی څنګه د ناستې له ځای سره ځان عياروي؟
د يادونې وړ ده چې د بدن هر فزيکي حرکت چې ځانژبه يې بولي، مستقيم او غيرمستقيم پيغامونه له ځان سره لري او زياتره وختونه خو داسې هم کېږي چې د دوو يا څو ډيپلوماټانو تر منځ په قصدي توګه ځانژبې محاوره را منځ ته کوي چې په ناست مجلس کې په مبهمه توګه خپل پيغامونه تر يو بل ورسوي.
ښه ډيپلوماټ پوهېږي چې ځانژبه په کلتوري، جنسيتي او احساساتي حالاتو کې يا هم د اهدافو په لاس ته راوړنه کې او د دواړه غاړو د ارزښتونو په پام کې ساتلو سره څنګه استعمال کړي. د دې ټولو او ورته نورو حالتونو په وخت کې په ځان کنټرول لرل د دې باعث کېږي چې اهداف ژر تر لاسه شي او ځانژبه ښه مديريت کول په دې حالاتو کې ډېره مرسته کولای شي.
ځانژبه او د ورځني ژوند ډيپلوماسي
راځئ چې وګورو ځانژبه په ورځنۍ ډيپلوماسي کې څومره اغېز لري؛
ډیپلوماسي ممکن اکثرو خلکو ته ډېره رسمي مانا ولري، خو داسې نه ده او په ورځني ژوند کې هم ډېر اهميت لري. مثلاً که فکر وکړئ چې د وروستي ځل په مخه تاسې له چا سره پر يوه موضوع بحث درلود او يا مثلاً که ووايو په وروستي ځل مو له خپلې مېرمن يا خاوند سره لفظي کشاله درلوده، څنګه مو مهار کړه؟ ايا د ښې مهارونې لپاره مو د ځانژبې او ډیپلوماسي تشه محسوس کړه؟
له همدې پورتنيو دوو مثالونو په مرسته فکر پيدا کېدای شي چې ځانژبه او ډیپلوماسي په ورځنيو او لاندنيو مواردو کې څومره اغېز درلودای شي.
۱. جنسيت
که څه هم پر کاري چاپېريال جنسيت څه خاص اثر نه پرېباسي او د حقوقو انډول پکې تر ډېره بريده مساوي وي، خو بيا هم ځينې مسايل وي چې د جنسيت په پام کې نيولو سره بايد مراعت شي، ځانژبه مرسته کوي چې له مقابل جنسيت سره څنګه او په کوم انداز چلند وکړو.
۲. کلتور
دا برخه تر ډېره په هغه چاپېريال پورې اړه لري چې تاسې پکې هستوګن ياست او يا رالوی شوي ياست او يا هم د کاري چاپېريال پورې، کوم ځای چې تاسې دنده تر سره کوئ. ځانژبه په دواړو مورادو کې له موږ سره مرسته کوي چې څنګه له ولسي خلکو سره او يا هم په کاري چاپېريال کې له همکارانو سره سلوک وکړو.
۳. احساساتي حالات
د اختلافي موضوعاتو په بحث کې چې انسان څومره ژر غوسه کېږي، هومره ژر د بحث کنټرول له لاسه ورکوي. ځانژبه په ډېره ښه توګه مرسته کولای شي چې همدغه احساساتي حالت په خپلو خبرو کې منحل او مدغم کړو.
په دې برسېره که اړتيا محسوسېده لږه دمه اخيستل او يو ګيلاس اوبه څښل هم مرسته کولای شي چې ارام احساس وکړو او بحث بېرته د خپلو خبرو له اغېز لاندې راولو.
په دې ټولو حوادثو سربېره ځانژبه مرسته کولای شي چې هر راز بحثونه که څه مختلف ارزښتونه، عقايد، متفاوت اهداف او ډيپلوماټيکه جنبه ولري، په ډېره ښه توګه مديريت شي.