نن یې کلیزه ده. اووه دیرشمه کلیزه. د ( والتاوا) سیند غاړې ته له پله سره نژدې هغه ځای ته ورغلې چې تیره جمعه هلته یو ځوان ورته خندلي و.
په یوه لاس کې یې موبایل و، په بل کې یې د رژیدلې پاڼې ډکی څرخاوه. نن یې نیت کړی و، که دا ځوان وګوري د کافي ست به ورته وکړي، له کلیزې به یې هم خبر کړي.
اوبه غلې وې. یو نیم څړپ به یې شو. دې له لرې د اوبو پر سر یوه خاشه وڅارله چې د دې ترمخ تیره شوه مخ یې پسې واړاوه. بیا یوې بلې خاشې ته ځیره شوه….
د پله پر سر د ساعت ستن پر شپږو ولاړه وه. پنځه څلویښت دقیقې وشوې چې دا د سیند پر غاړه لنډه ګرځیده راګرځيده:
« ولې مې تیرځل نه ورته ویل، اوففففف»
لاس یې شاته کړ پاڼه یې کلکه د سیند لور ته واچوله، هغه وچورلیده راوچورلیده، د دې له پښو سره ولویده.
غځونې یې وکړې، شاته یې د کمره لور ته مخ واړاوه، له سپیره کمره یې بیرته اوبو ته مخ وګرځاوه. اوبه تلې، ډکی هم یو نیم سپور پرې تیریده.
دې فکر کړی و چې کله پوهنتون خلاص شي نو واده به کوي، خو ونه شو. بیا یې دا سوچ کړی و چې اروپا ته ورسیږي کورنی ژوند به جوړ کړي، خو پر دې هم دا دی لس کاله واوښتل.
د سیند ژۍ ته کښیناسته. لمر د پراګ د زړې کلا شاته ټیټ شو. د اوبو ځلا تور بخونه شوه او نور نو ډکي هم نه ښکاریدل.
پراګ