ډګرجنرال فيض حميد

خبریال: رفيع الله مندوخېل، اسلام اباد

 د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ د یکشنبې په ورځ (جون۱۶) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د هيواد ترټولو ځواکمنې استخباراتي ادارې ای ايس ای ډګرجنرال فيض حميد د نوي مشر په توګه ټاکلی دی.

د نوموړي ځایناستی ډګرجنرال عاصم منير بيا د ګوجرانواله  د قول اردو د قومندان په حيث په دنده ګومارل شوی دی.

جنرال عاصم مُنير تېرکال په اکتوبر مياشت کې د متقاعد شوي ډګرجنرال نويد مختار پر ځای د يادې ادارې مشر ټاکل شوی و.

  جنرال مختار بيا په  ۲۰۱۶ م کال پخواني صدراعظم نوازشريف د استخباراتي ادارې مشر ټاکلی و.

د پاکستان د اساسي قانون له مخې د استخباراتي ادارې د مشر په دنده ګومارل صدراعظم کوي او کاري موده يې هم تر درېو کلونو پورې وي، خو دا نه ده څرګنده چې ولې جنرال عاصم منير د درییو کلونو د مودې تر پوره کېدو وړاندې له څوکۍ ګوښه  شو.

د پاکستان د پوځ  د بلوڅ لېوا (رجمنټ) قوماندان ډګرجنرال حميد د پنجاب په پنوعاقل کې د فرقې (ډويژن) د قومندان په  توګه دنده ترسره کړې ده. نوموړي په ۲۰۱۷ مېلادي کال د اسلام اباد او راولپنډۍ ترمنځ په فيض اباد سيمه کې د حکومت پرضد د مذهبي ډلې د احتجاج په پای ته رسولو کې هم رول لوبولی و.

د پاکستان پوځ د جنرال فيض حميد په شمول څلور تورنجنرالان د ډګرجنرالانو په توګه د مقررولو اعلان هم کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *