مجیب حلیمي
ډیجټل بدلون په دې معنا دی چې د خپل مشخص تجارت د پرمختګ لپاره د هر ډول ممکن ډیجټل وسیلو څخه کار واخلو. له همدې امله ډیجټل بدلون کومه پایله، نتیجه او مقصد نه دی مګر یو سفر دی. دا یو اوږد سفر دی د تجارت د تحلیل او له غوره تکنالوژیو اڅخه کار اخیستل او د خپلو ځانګړو اړتیاوو د پوره کولو لپاره.
په دې مطلب کې هغه ټولې لارې درښیو چې په ډیجټل بدلون کې استعمالیږي. موږ به وګورو چې Cloud BPM Suites ستاسو د تجارتي پروسو او د هغو د کاري نخښې (workflow) د جوړولو لپاره څومره مهم وسایل دي.
ډیجټل بدلون ستاسو په دماغ کې دی:
تر هر څه دمخه باید پوه شو چې هر ډول بدلون په خاص ډول ډیجټل بدلون زموږ په دماغ کې پیلیږي. تقریباً هر تجارت باید رقابتي وي. کله چې تجارتي توکي یا خدامات په ارزانه طریقه ورکوي نو باید په لوړ معیار وي. د دې د ترلاسه کولو یوازیني لاره بدلیدل یا پرمختګ دی. او بدلون یا پرمختګ نن ورځ د ډیجټل کیدلو په معنا دی. بالاخره نن ورځ ډیر دودیزه تجارتونه کوښښ کوي چې لږ تر لږه خپل مشخص کارونه ډیجټل کړي.
ډیجټل بدلون ستاسو په دماغ کي شروع کیږي په داسي حال کي چې ستاسو د تجارت پروسې او کاري جریان ستاسو عضلات دي. دا عضلات ستاسو سازمان ستاسو د اهدافو په لور وړي. شاید تاسو ډیرې پروسې ولرئ، او دا هر یو ستاسو د سازمان په اغیزمن کولو کې مرسته کوي (یا نه). که غواړئ خپل سازمان بدل کړې تاسو مجبوره یاست چې خپلي پروسې بدلې کړئ.
همیشه پروسې په یاد لرئ:
- په خپل منځ کې همغږه واوسئ او دندې مخ ته یوسئ. همکاره واوسئ دا مهمه نه ده چې ستاسو کارمندان چیري دي.
- د ارزښت لړۍ بشپړه کړئ په شمول د پیریدونکو، کارمندانو او چمتو کوونکو.
- د دندو د ټاکلې نیټي په اساس خبرتیاوې راپورته کړئ.
- KPI چمتو کړئ چې غوره پریکړې وکړي او خنډونه پیدا نه کړي.