خبریال: میرویس جلالزی – د یوې نوې نظرپوښتنې پایلې ښيي چې د افغانانو اکثریت له طالبانو سره د افغان دولت جوړجاړي ته خوشبینه دي.

افغان دولت په تیرو څو اونیو کې په قطر او اماراتو سربیره په ناروې او یو شمیر نورو سیمو کې له طالبانو سره د سولې په باب د نظرونو غیررسمي تبادله کړې او حتی طالبانو ته يې د افغانستان له اړخه د سولې په اړه یو شمیر شرطونه هم وړاندي کړي دي.

دغه نوې نظرپوښتنه، چې د جګړې او سولې د ر پوټ ورکولو د انستیتیوت IWPR له لوري شوې له ۲۰۶۱ کسانو د افغانستان په ګوټ ګوټ کې پوښتې شوي چې د ځواب ورکوونکو اکثریت د سولې په اړه خوشبیني ښوولې او ویلي يې دي چې کیدای شي د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسیږي.

هغه پایلې چې په تیرو دیارلسو کلونو کې یې کله هم تصور نه کېده.

له پوښتل شویو کسانو څخه فیصدو، چې ۱۴۱۵ تنه کیږي، ویلي چې دوی د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د سولې نویو هڅو او خبرو ته خوشبینه دي او یوازې اتلس سلنه هغو چې شمیره يې ۳۶۷ تنه کیږي ویلي چې خوشبینه نه دي.

په سروې کې له یو شمیر افغانو ښځو څخه هم په دې باب پوښتنې شوي چې د هغوی اکثریت د سولې د خبرو په اړه خوشبیني ښوولې ده.

د سولې او جګړې د رپوټ ورکولو انستیتیوت ویلي، دوی به د خپلې سروي پایلې نړیوالو ادارو او د امریکا د متحده د ایالتونو ترڅنګ د ملګرو ملتونو اړوندو هغو اداروته هم وسپاري چې د افغانستان په قضایاوو کې دخیلې دي.

One thought on “ډیری افغانان له طالبانو سره د حکومت د خبرو پایلو ته هیله من دي”
  1. د خوشبین د پاړسو ټکي پرځای که هیله من یا خوښ لیکل شوی وای غوره به وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *