د ښوونځۍ د زنګ په وهلو سره ذهنونه راویښیږي. ماشومان بیداریږي او ځان تیاروي چي ټولګي ته لاړ سي او درس ووايی. خو له بده بخته زمونږ هیواد کي لا اوس هم په زرګونو ماشومان د ښوونځي له زنګ سره نا آشنا دي.
د هغوی غوږونو لا اوس هم د ښوونځي زنګ نه دی اوریدلی. د هغوۍ فکرونه ذهنونه لا اوس هم بیده پاته دي. دلته پوښتنه دا ده چي څنګه په یوه هیواد کي یوه سیمه کي ماشومان د ښوونځي زنګ اوري خو بله سیمه کي د همدې هیواد ماشومان د ښوونځۍ زنګ نه پیژني؟ یو بام دوه هواوې یو هیواد یو قانون یوه سیمه کي ماشومان ښوونځي ته ځي خو بله سیمه کې ماشومان لا اوس هم ښوونځی نه لري.
له یوه هندي ټولګیوال سره مو بحث وو چي په افغانستان کې په سونو ښوونځي بند دي. په زرګونو ماشومان ښوونځي نه لري. ټولګیوال راته وویل: دا څنګه دولت او ولس دی چي په سونو ښوونځي یې بند دي خو دولت او ولس یی غم نه خوري! دا دولت خو خپله غواړي راتلونکي نسل غلام جوړ کړي؟!
زما سره ځواب نه و ځکه که رښتیا حقیقت ووایو د ښوونځیو د بندیدو شا ته مختلف لا ملونه دي خو تر ټولو لوی لامل فساد دی چي خپله دولت ته راجع دی . او ولس خو لا په خواږه خوب ویده دی چي کله به راویښیږي؟
که زمونږ همدا بې غوره دولت او په خوب ویده ولس وي ایا هاغه ماشومان چي نن ښوونځی نه لري د راتلونکي لپاره به هیواد ته لوی خطر نه وي؟ ځکه بیا به افغان دښمن همدغه ماشومان چي د هیواد راتلونکی ددوی په لاس کې دی په یو او بل نوم ونه جنګوي؟ بیا به له دوی څخه د سپر په توګه کار وانخلي؟
نو راځئ دولت او ولس وهڅوو د هیواد هر ماشوم د ښوونځۍ د زنګ سره اشنا کړو راروان نسل د جهالت له تیارو وژغورو …
لیکوال مطیع الله ویسا