ڼېټه :۲۰/ ۴/ /۱۳۹۴

د لغمان ولایت مقام مطبوعاتي دفتر

داڅرګندونې دلغمان والي ښاغلي عبدالجبار نعیمي ددې ولایت د اداري رئیسانو سره په جوړه شوې اونیزه غونډه کې په ډاګه کړي. نعیمي یادونه وکړه چې دښوونیز بهیر چټکتیا،دښوونکو ظرفیت لوړونه او په دې برخه کې د رغنده هر اړخیزو فعالیتونو ترسره کول يې دکارې لومړیتوبونو په سرکې ځای لري،نوموړي یادونه وکړه چې په ټول تلاش سره به هڅه وکړي چې دهغوښوونځیو لپاره ګام په ګام ودانیزې چارې پيل کړي چې اوس مهال يې زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې په ډیرو سختو شرایطو کې زده کړې پرمخ وړي.

نعیمي دجوړې شوې غونډې له لارې له ټولو والدینو غوښتنه وکړه چې په هر قیمت وي د خپلو اولادونو زده کړئ ته پاملرنه وکړي او پرې نږدۍ چې دوی دتعلیم له ستر نعمت څخه محروم او په تیارو کې پاتې شي، نوموړي همدا راز په ټولو دیني علماؤ،مخورو قومي مشرانو ،ځوانانو او روڼ اند هم غږ وکړ چې دپوهنې د ودې او پراختیا په برخه کې دعامه ذهنیت رغونې پراخ پروګرامونه په لار واچوئ، دلرې پرتو ولسوالیو ،کلیو او بانډو میشتو اوسیدونکو ته دپوهنې پراهمیت داسلام مبارک دین په رڼا کې مفصل معلومات ورکړئ،ترڅو په دې سره په دې ولایت کې ښوونیز بهیر چټک او راتلونکی نسل مو د علم په ګاڼه سمبال هوسا ژوند ولري.

دهغو معلومات په اساس چې په جوړه شوې غونډه کې ددې ولایت دپوهنې رئیس حضرت مجددي دولایتي ادارې دمشرتابه سره شریک کړل،په ډاګه کړه چې اوس مهال دلغمان په ولایت کې ۲۷۸ زره زده کوونکي ښوونځیو ته ځې چې له جملې يې تر ۸۱ زرو زیاتې نجونې دي، دمجددي په وینا دښوونیز سالم چاپيریال نه شتون،دښوونځیو ودانۍ او احاطوي دیوالونه نه لرل هغه ستونزې دې چې تر ډیره يې ددې ولایت پر ښوونیزې منفي اغیزې کړي او دا بهیر يې ټکنی کړی دی.

دپوهنې رئیس ښاغلي مجددي یاده کړه چې په لغمان ولایت کې اوس مهال شاوخوا ۱۳۰ بابه ښوونځي ودانۍ او تر ۲۰۰ زیات يې احاطوي دیوالونونه نلري،دیادو ښوونځیو له جملې۱۶ يې په مرکز او ولسوالیو کې دسیندونو او سېلاؤنو دسخت تخریب تهدید سره مخ مخا دې، که ژر تر ژره يې دمتوجه ګواښوونو مخه ونه نیول شي ،نو ممکن چې یاد ۱۶ بابه ښوونځي هم دسېلاؤنو له امله زیانمن شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *