تاند- د کابل پولیس وايي چې د طالبانو په حمله کې د کابل هوايي ډګر او په هغه کې ناستو الوتکو ته هیڅ زیان نه دی اوښتی او یوازې یو پولیس ټپي شوی دی.

د چارواکو په وینا په دې برید کې شپږ ترهګر، چې په اردو ژبه یې خبرې کولې، وژل شوي دي.

د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو ویندویانو په جلا جلا څرګندونو کې ویلي چې بریدګر پاکستانيان ول ځکه چې په اردو ژبه ږغېدل.

دا برید په داسي حال کې وشو چې د ډیلي بیسټ ورځپاڼې د راپور له مخې افغان طالبانو اعلان کړی چې پاکستاني طالبان ورسره یوځای شوي او افغانستان ته د «جهاد» لپاره ورغلي دي.

ډیلي بیسټ وايي، د کابل پر نړیوال هوايي ډګر د نن سهار حمله ممکن له نوي او خطرناک انکشاف سره تړاو ولري چې پر اساس یې ویل شوي، د پاکستاني طالبانو له لیکو د تازه دمو جګړه مارو سېل د افغانستان لور ته مات شوی دی.

د ډیلي بیسټ خبریال وايي:« په داسي حال کې چې د کابل پر هوايي ډګر حمله لا روانه وه، د طالبانو له یوه مهم قومندان سره وږغېدم، ده راته وویل چې ډېر شمېر پاکستاني طالبان افغانستان ته رااوښتي او له افغان طالبانو سره یې مرسته کړې چې د افغانستان ټولو سیمو ته جنګیالي ولېږي.»

د طالبانو دغه قومندان، چې قاري طلحه نومېږي، ډیلي بیسټ ته همداراز ویلي:«همدا علت دی چې سږکال موږ غښتلي شوي یوو. موږ په ډله ییزو بریدونو کې له پاکستاني طالبانو کار اخلو.»

طالب قومندان وویل چې د هلمند د جنګ جبهو ته، همداراز کابل او د هیواد نورو برخو ته زیات پاکستاني طالبان استول شوي دي.«موږ دوی د لویو مځکنیو عملیاتو او په ښارونو کې د ځانګړو حملو لپاره لېږو.»

ده د هلمند روان جنګونه د دې عملیاتو برخه وبلل.

ډیلي بیسټ ورځپاڼې ته یوه بل طالب قومندان ویلي چې په قبایلي سیمو کې د طالبانو پرضد د پاکستان د پوځ ځپونکو عملیاتو ډېر پاکستاني طالبان اړ ایستلي چې افغانستان ته واوړي او هلته په جګړو کې برخه واخلي.

ورځپاڼې ته د طالبانو سرچینو ویلي چې افغان طالبان هڅه کوي چې خپل کسان د ۲۰۱۴ کال پای ته وساتي چې نړیوال ځواکونه ووځي او دوی کافي ځواک ولري.

ډیلي بیسټ ورځپاڼه وايي چې وضعیت د پاکستان چلن خراب کړی دی، په تېره بیا د دغه هیواد استخباراتو چې افغان طالبان خپل بولي خو پاکستاني طالبان اسلام اباد ته خطرناک. پاکستان افغان طالبان په اوږد مهال کې د ځان لپاره ګټور بولي. پاکستان له ډېره وخته هیله لري چې په کابل کې یو نوکر حکومت، که حتي د سخت دریځو جهادیانو هم وي، واک ته ورسوي څو په افغانستان کې د هند او نورو هیوادونو نفوذ کم کړي.

افغان چارواکي وايي، که پاکستان دا ومني چې طالبان په حقیقت کې ټول یو شان دي او ټول مضر دي، د ډیورند کرښې په دواړو خواوو کې د دوی پرضد جګړه بریالۍ کېدای شي.

د پاکستان د پوځ پخوانی افسر متقاعد ډګروال محمد نذیر، چې د پولو په اوږدو کې د عملیاتو په اړه معلومات لري، وايي، د افغانستان د انتخاباتي لانجې، سیاسي بې ثباتۍ او د ناټو ځواکونو د وتلو له کبله افغانستان کمزوری شوی او طالبان له دې فرصته ګټه اخلي. د ده په وینا دا مسایل د طالبانو د روحیې له پیاوړتیا سره مرسته کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *