تاند، دوشنبه، د ثور لومړۍ:  امریکايي ډیلي بیسټ ورځپاڼې د امریکايي استخباراتچیانو یوه مقاله خپره کړې او ادعا یې کړې چې امریکا کولای شول د ۲۰۰۱ کال د سمپټمبر د یوولسمې له پېښې وړاندې یې په افغانستان کې اسامه بن لادن وژلی وای.

خو مقاله د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې له د غړو له قوله وايي، دا کار شونی و مګر د امریکا ولسمشر بیل کلینټن یې مخه نیولې وه.

 ډیلي بیسټ وايي،  هغه وخت پر القاعده شبکه د امریکا له برید لس ساعته وړاندې کلنټن په خپله وینا کې وویل ، امریکا کولی شي اسامه بن لادن ووژني خو که حمله وکړي ، نو کندهار ښار به ړنګ شي او له ۳۰۰ زیاتې بېګناه ښځې او ماشومان به ووژل شي.

 په مقاله کې د (Long ware) په نوم هغه فلم ته اشاره شوې چې د امریکا مرکزي استخباراتو نر کړی او په دې فلم کې اسلام اباد لپاره د سي آی ای پخوانی افسر باب ګرینر وايي،  هغه مهال له قبایلي شبکو څخه امریکا معلومات ترلاسه کړل چې د اسامه بن لادن کاروان له یوې سیمې څخه د تېرېدو په حال کې دی.

 باب ګرینر وايي، دوی کولای شول چې د ماینونو په ښخولو سره د اسامه بن لادن کاروان له منځه یوسي، خوو که دا کار یې کړای وايي، دوی به زندان ته اچول شوي وو.

ډیلي بیسټ وايي، امریکايي چارواکو له خپلو استخباراتو غوښتي وو چې اسامه ژوندی ونیسئ چې د سي آی ای د یو مامور په خبره دغه کار د استخباراتو یو لاس تړلی و.

 ورځپاڼه وايي، په ۹۰مه لسیزه کې د امریکا ولسمشر بیل کلنټن او د امریکا استخباراتو القاعده شبکه د امریکا لپاره ګواښ نه باله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *