راډیو یې مړه کړه. خبر یې په غوږو کې انګازې وکړې « د خوشال لیسې په مدیریت کې چاودنه شوې….چاودنه شوې… چاودنه … شوې»
موبایل یې راواخیست. زنګ یې وواهه:
« شمیره له ساحې بهر ده»
راډیو یې ولګوله. د مدني ټولنې مظاهره وه:
« مرګ مرګ ارګ مرګ»
د راډیو غږ یې ټیټ کړ. لیسې ته یې زنګ وواهه:
« شمیره له ساحې بهر ده»
د ګوتو ټکونه یې وایستل. د راډیو غږ یې لږ جګ کړ:
« که په یوه اونۍ کې کابل ته بریښنا رانه شي ټول ولس به لارو کوڅو ته راووځي»
راډيو یې یو مخ ټیټه کړه. لیسې ته یې زنګ وواهه:
« شمیره له ساحې بهر ده»
تندی یې وموښه. د موبایل له زنګ سره اوچت پاڅید، ټیلفون یې غوږ ته ونیو:
« د مدیر صاحب د شهادت تسلیت درته وایو»
ځای پر ځای کیښناست، سر یې دیوال ته تکیه کړ. اوښکي یې پاکې کړې.
د موبایل د ټیلفون شمیرې یې له سترګو تیرې کړې. د مدیر شمیرې ته یې وکتل، سړه ساه یې وایسته او له موبایله یې د مدیر شمیره ډیلیټ کړه.
پای