د افغانستان دولت د ځینو نورو مهمو مسایلو په شان د ډیورنډ کرښې د ستونزې په اړه هم خپله ناهمغږي او د نظرونو تیت وپرکوالی پرون څرګند کړ.

د ولسمشر لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم په کابل کې د والیانو ملي کنفرانس ته د وینا په یوه برخه کې وویل،چې دوی د ملګرو ملتونو په منځګړتوب له پاکستان سره د دې لانجمنې کرښې پرسر مذاکراتو ته حاضردي.

د ښاغلي فهیم دا خبره یوازې د یوه عادي نظرترحده پورې د بحث وړنه شي کېدای،په یوه حساسه مرحله کې چې افغانستان له مختلفو ستونزو سره غاړه،په غاړه د خوشبینۍ او بدبینۍ له ترکیبه جوړ یوه اټکل شوي حالت خوا ته روان دی،د دې خبرې شاته ډېرې خبرې موندل کېدای شي.

بې ثباته دولت

دا به کومه بې ځایه ادعا نه وي،چې افغان دولت ته د ضدونقیضو دریځونو په لرلو څوک د بې ثباته دولت نوم ورکړي،په ځانګړي ډول د ډیورنډ تربحث لاندې موضوع کې،ځکه څه باندې یوه میاشت مخکې ولسمشرکرزي د دې دولت د اوله درجه مقام په حیث په ځغرده ډیورنډ کرښه رد او حتی په اړه یې خبرې کول هم رد کړل.

ښاغلي کرزي لادا هم ویلي و،چې که د افغانستان کوم دولت د دې کرښې په اړه له ملي موقفه لږ هم نرم او پاکستان سره خبرو ته تیارشي،ولس به نفرت ترې وکړي.

د ولسمشر له دومره توند موقف نه وروسته،چې د هغه لومړی مرستیال او ښي لاس ته د اولې څوکۍ خاوند دومره متفاوته خبره کوي،پرنوردولت لاڅه چې د ارګ په احاطه او د ملي امنیت او وزیرانو شورا د غونډو په تالار کې هم د ولسمشرسیاسي وزن او اغېز ترپوښتنې لاندې راولي.

د طالبانو او شمال ټلوالې سیالي

زما په نظردا ډول خبرې ترزیاته حده پورې له ګاونډیو هېوادونو سره د خپلو اړیکو په پراخولو کې د وسله والو طالبانو او شمال ټلوالې سیالي یو مهم علت کېدای شي.

پاکستان او ایران چې د افغانستان په چارو کې له پخوا نه ډېرلاسوهونکي هېوادونه دي،د لومړني یې تراوسه له وسله والو طالبانو او د دویم یې د شمال ظاهراً سره شیندلې وسله والې ټلوالې لوړپوړو کسانو سره اړیکې ښې دي.

د دواړو هېوادونو له وروستیو موقفونو او ورسره د ناښو اړیکو د لرونکو افغاني وسله والو ډلو له سفرونو ښکاري،چې هم دا هېوادونه او هم یې په مرسته مطرح شوي دا دوه جنګي اړخونه یا د خپلو ملاتړو ګاونډیو ملګرو د بدلولو او یا هم له مخالفو اړخونو سره د اړیکو ښه کولو په فکر کې دي.

که داسې نه وي او ښاغلی فهیم د شمال ټلوالې د یوه مهم مشر پرځای د افغان دولت د دویمه درجه مسول کس په توګه غږیدلی،خامخا به یې د دې زاړه زخم یادونه په دې حساسو او له نورو مسولیتونو ډکو شرایطو کې نه کوله.

د مذاکراتو حق څوک لري؟

مخکې ولسمشرکرزي څوځلې پردې ټینګار کړی،چې د ډیورنډ په اړه د پریکړې حق یوازې دافغانستان خلک لري.

اوس چې د هغه مرستیال ځانته په دې اړه د مذاکرې حق ورکول غواړي،خلک حق لري،چې ترې ځانته د دې حق ورکولو د جرﺉت او علت په اړه ترې وضاحت وغواړي.

خو خلک یا د خلکو په استازیتوب ځینې قانوني مراجع،بنسټونه او اشخاص به له خپل دې حقه کېدای شي،د دې لپاره استفاده ونه کړي چې د ښاغلي فهیم ځینو نورو پرونیو خبرو به وېرولي وي.

په دې خبرو کې یوه به دا وي،چې ښاغلي فهیم له خپل حضور پرته هرډول راتلونکی حاکمیت رد او پرضد یې غره ته د ختو ګواښ کړی دی.

وروستۍ خبره

د افغانستان د عیني شرایطو ترڅنګ امکانات،د وخت اړتیاوې او ډېرنوربا اغېزه عوامل دا ردوي،چې د دې هېواد لپاره له ګڼو جنجالونو په ډک اوسني وخت کې دې د ډیورنډ په اړه خبرې وشي.

د افغانستان خلک باید د ښاغلي فهیم او نورو داسې کسانو له نظرونو او وېرونو د وېریدو پرځای لومړی د دوی د داسې نیتونو خلاف له خپل مدني حقه په استفادې سره غږ پورته او خپل مسول مراجع په دې اړه لازم چلند ته ور وبولي.

د دې ترڅنګ هغو کړیو ته چې له هرې ممکنې لارې او په هره بیه د خپلو شخصي او ډله ییزو ګټو لپاره داسې پارونکو مسایلو ته لمن وهل غواړي،دا پیغام دی چې د افغانستان خلکو که د دوی هره ناروا زغملې وي،له دې هڅو سره به یې خورا حساسیت وښيي.

نه دوی ته ښایي،چې داسې خبرې وکړي او نه دا خبرې عملي کېدای شي،له دې وجې ښه ده،چې هرلوری او طرف د داسې پارونکو موقف ګیریو پرځای په مشروع ډول د خپلو ګټو د ساتلو او زیاتولو ذوق خړوب کړي.

By admin

One thought on “ډیورنډ او زموږ شرایط / ارشاد رغاند”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *