شریف الله دوست
ډیپلوماټکي لارښود کتاب، دهلمــــــند دتکړه لیکوال ښاغلي فرهاد داوري، نوی چاپي اثر دی، له دې مخکي هم دلیکوال دوه نور کتابونه سیاستپوهنه او سیاسي مکتبونه چي هر یو يې له پنځه سوه زیاتو مخونه لري چاپ سوي دي، لکه له نامه څخه چي یې څرګندیږي ، یاد کتاب د ډیپلوماسۍ دزده کړي لپاره ، چي ټولټال پنځه څپرکي او شاوخوا (۲۰۰مخونه) لري ، لاندي سوژې په خپل منځپانګه کي رانغاړي : د ډیپلوماسۍ پېژندنه ، د ډیپلوماسۍ تاریخ ، د ډیپلوماسۍ دستګاه ، دډیپلوماسۍ مذاکره ، د ډیپلوماسۍ اداب او تشریفات .
د کتاب کمپوز او پروف ښاغلي جواد داوري او قدرت الله علیزي کړی دی ، کتاب جلال اباد کي د مومند خپرندوی ټولني له خوا په یو زر تېراژ کي د ۱۳۹۳/۴ دچاپ په ګاڼه سمبال سوی دی اوس مهال دهیواد شاوخوا ټولو لویو کتاب پلورنځیوکي موندل کیږي . اخر کي ليکوال ته د دې ارزښتناک اثر مبارکي وایو او لوستونکو ته یې د لوستلو سپارښتنه کوو.