تاند، یکشنبه، د چنګاښ ۳۰مه: د پاکستان ډېره اسماعیل خان کې پر پولیسو د یوې ښځې ځانمرګي او د دوه موټرسایکل سپرو وسله وال برید کې ۹ کسان مړه او له ۳۰ زیات ټپيان دي.

د ډېره اسماعیل خان د پولیسو لوړپوړي چارواکي ریاض خان رسنیو ته ویلي، لومړی دوه موټر سایکل سپرو وسله والو د پولیسو پر یوه پوسته برید وکړ او دوه پولیس یې ووژل، خو کله چې دوی مړي روغتون ته رسولي، هلته د روغتون دروازه کې ولاړې چادري لرونکې مېرمنې پرې ځانمرګی برید کړی چې پېښه کې ۴ پولیس، ۳ عام خلک وژل شوي او د ۸ پولیسو په شمول ۳۰ نور ټپیان دي.

د ریاض خان په خبره، د ټپيانو په ډله کې د اکثره کسانو روغتیايي وضعیت نازک دی او کېدای شي تلفات لا زیات شي.

د روغتون د عدلي طب مسوول عنایت الله ویلي، ځانمرګې بریدګرې په ځان پورې ۷ کېلوګرامه چاودېدونکي توکي تړلي وو، چې د چاودنې له زوره د روغتون عاجل واټ هم سخت تخریب شوی.

پاکستاني طالبانو د برید مسوولیت پر غاړه اخیستی خو دا یې نه دي ویلي، چې برید ښځې کړی که نه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *