هڅه وکړئ چې له نورو سره ځان پرتله نه کړی؛ ځکه دغه کار مو پر ځان باور ته زیان رسوي. دا سمه ده چې په زده کړو او ځینو نورو برخو کې سیالي کول او ځان پرتله کول به ستاسو په ګټه وي، خو که دغه څه هم له ټاکلې اندازې واوړي ستاسو پر زیان تماميږي.
ځان پرتله کول د ډېرو خلک ورځنی عادت ګرځېدلی، خو دې ته یې پام نه دی چې دا تر ټولو بد عادت دی او پر زیان يې تماميږي. ځینې هڅه کوي چې په دندو، ښایست او مالي برخو کې له نورو سره ځان پرتله کړي او په اخر کې دې پایلې ته رسيږي چې تر نورو ځان ټیټ احساس کړي او دغه چاره پر ځان باور له منځه وړي.
ليون فسټینگر هغه عالم دی چې له نورو سره یې د ځان پرتله کولو نظریه وړاندې کړې دي. نوموړی پر دې اند دی چې ځان پرتله کول د هر انسان په خټه کې نغښتی عادت دی.
ارسطو ۲۰۰۰ کاله د مخه د ځان پرتله کولو د زیانونو په اړه خپل نظر وړاندې کړی دی. انسانان یو بل ته د هېندارې په څېر دي چې کولی شي خپل ځانونه پکې وویني. دا چې تاسو له نورو څومره غوره یاست، هغه وخت پوهېږی چې له ځانه ټیټ خلک ووینی.
