تاند، چهار شنبه،د جدي ۱۸مه: د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمد ګل خلمي له خپلې دندې استعفی وکړه.
د خلمي لخوا ولسمشر غني ته په استولې استعفی نامه کې د دغه کار علت خپله ناروغي ښودلې چې ولسمشر غني هم منلې ده.
نوموړي له ولسمشر څخه غوښتي چې استعفی یې ځکه ومني څو دی خپلې درملنې ته وزګار شي.
خو د ارګ د ریاست دفتر د حکومتولۍ معاونیت وايي، ښاغلي خلمي د رخصتۍ غوښتنه کړې وه چې د ولسمشر لخوا رخصتي نه ده ورکول شوې او بیا ده استعفی ورکړې ده.
په دې اړه یو ښکاره شوي مکتوب کې راغلی چې ولسمشر غني ښاغلي خلمي ته ویلي ډیر ځله مو رخصتي اخستې او د یوې میاشتې نورې رخصتۍ له کبله به یې کارونه خراب پاتې وي: (( د کارونو د خرابیدو د مخنیوي لپاره به ښه دا وي چې استعفی وکړئ.))
دا په داسې حال کې ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت ویاند سیرنیکزاد بیا تاند ته وايي، چې ښاغلی خلمي له دندې لرې شوی دی.
ښاغلی خلمي له دریو کلونو راهیسې د اوبو او انرژۍ وزارت معین و، همدا راز یو نیم کال وړاندې چې علي احمد عثماني له دغه وزارت څخه رخصت شو، د وزارت سرپرستي هم محمد ګل خلمي کوله.