کوشني ته د مور د شیدو ور کولو اونۍ په مناسبت:
بېګاه مې د توبو بلا لښکر له تېغه تېر کړ
زاهده جنتي حورې دې ستا د مور شیدې شي
پیرمحمد کاروان
د اګست لومړۍ اونۍ چې د اسد له ۱۰- ۱۷- مې ورځې سره سر خوري «نوزېږي کوشني ته د مور د شیدو ور کولو نړیواله اونۍ» بلل شوې ده چې هر کال په دنیا کې په خورا تودوخه سره لمانځل کيږي؛ په افغانستان کې یې هم لمانځنه و یادونه کيږي خو له بده مرغه هغومره تمرکز ور باندې نه کيږي چې د حیاتي اهمیت څپې یې د هر افغان غوږ ته و رسیږي.
ښايي ډېر جدي افغان تحلیلګران و مبصرین د بدلون غوندې یوه سیاسې اخبار په سرلیکنه کې پر دغسې یوه موضوع بحث، هغه هم په ډېره ګرمې و جدیت سره، ډېر د خندا وړ و بولي، موږ دوی ته حق ور کوو چې باید دغسې ریشخندي فکر وکړي ځکه افغاني ټولنه چې د نژدې څلوېښتو کالو پر لپسې بریادوونکو جګړو لمبو پسې اخیستې ده نو مادیت و معنویت دواړه یې را لولپه کړي دي، عقل یې را فلج کړی، منطق یې را خاورې کړی او هوښ یې را ځپلی دی ځکه نو د خپل ژوند اساسيترین اساسات را ته ریشخند ایسي او په داسې مسایلو کې بند پاته یو چې موږ ته یې خپله هم سر و بر نه را مالومیږي مثلاً، زموږ ډېر نامتو کارپوهان به ډېر حق په جانب شکایات کوي چې: امریکا په افغانستان کې زموږ مرستې ته نه ده راغلې، دوی خپل اهداف لري؛ د کفري دنیا ټول تمرکز د اسلامي نړۍ د تباهۍ لپاره پر پلان جوړولو دی؛ نړیواله ټولنه زموږ په هیواد کې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو، تعلیم، د ښځو حقونو او … په نارو سره زموږ اصیلو افغاني ارزښتو ته ګواښ پېښوي؛ ایران غواړي موږ تر فرهنګي یرغل لاندې راولې، پاکستان سوله نه را ته غواړي او ډېرې نورې دا ډول ګیلې و تبصرې؛ مګر موږ کله هم په اتفاق نظر سره دې ته جدي نه شوو چې زموږ خپلې اصلي ستونزې او د هغو حللارې څه دي؟ موږ په دې ګیلو څه تر لاسه کولای شو چې نوره دنیا زموږ خیر نه غواړي؟ کله چې موږ خپله په خپل خیر و شر نه سره پوهیږو نو له پردیو څنګه دا اخلاقي و انساني توقع ولرو چې زموږ پر سرو د رحم لاسونه را تېر کړي؟ دنیا خو که د هر هدف لپاره وو، لږ تر لږه دا ۱۶- کاله پر افغانستان د بې حسابه و بې کتابه پیسو سېلابونه را مات کړل مګر آیا دا موږ افغانان نه وو او نه یو چې په مختلفو مدني و نامدني او قانوني و غیرقانوني اشکالو سره مو غصب، غلا، فساد و عناد ته ملاوې وتړلې او خپل بېچاره افغانستان مو په ټوله دنیا کې بدنام- بدنام کړ؟
موږ هره ورځ پر ملکي و نظامي تلفاتو خبرې کوو او په باب یې د یوه و بل پر غاړه د پړې پري ور پېچو خو دا زهرجن واقعیت بیا نه را ته د درک وړ دی او نه یې په عواملو د پوهېدو اړتیا وینو چې په افغانستان کې هر کال سل زره کوشنیان تر پنځه کلنۍ په کښته عمر کې د بېلا- بېلو ناروغیو له امله مري او د ۴۸ زرو تنو د مړینې دلیل یې سوء تغذیه ده؛ په نړۍ کې تر پنځه کلنۍ کښته کوشنیانو د مړینې لامل هغوی ته د مور شیدو نه ورکړه ګڼل شوې ده.
راځئ پر خپلو ځانو، خپلو اولادو او خپلو کورنیو خپله زړونه وسوځوو؛ تر هر څه اول باید د ډېر اولادو زېږولو جاهلانه فرهنګ ته د پای ټکی کښېږدو؛ نن دا ثابته شوې ده چې په سالمه او واقعي توګه، آن د یوه کوشنی لویول هم د ناممکن تر بریده سخت کار دی؛ دا خو لا څه چې زموږ خلک، په تېره بیا ډېر غریب وګړي، تر ټولو ډېر اولادونه زېږوي؛ موږ فکر کوو چې هدف یوازې زېږول دي، سرپنا، کالیو، خوړو، لوبو، ښوونې و روزنې او د نورو حیاتي مسایلو خو یې بېخې په کیسه کې هم نه یو؛ زموږ په دې فولکلوري خیال کې زموږ دا پسمانده باور ډېر واضح منعکس دی چې «رزق یې پر خدای دی؛ چې خدای خولې ور کړې دي رزق هم ور کوي؛ چې خدای نه وي ور ښوولي، د چا پلار یې نه شي ور ښوولای؛ پر خدای مې سپارلي دي؛ خوشي خره، خدای ساتي؛ پر موږ یې راوړل دي، پر خدای یې ساتل دي؛ هیڅوک له لوږې نه دی مړ شوی.»
څوک څه پوهېږي چې زموږ د دوامدارو جګړو و بدمرغیو رېښې به، همدغه زموږ د بې تعلیمه و بي تربیې، محرومیت ځپلو، ګله- ګله اولاد زېږولو په ناولي دود کې ښخې وي؟
زموږ خلک فکر کوي چې هر څوک چې ډېر اولاد زېږوي هغه ګواکي ډېر تکړه دی، نو پر دې اساس د دوو اولادو تر منځ د زېږون فاصلې ته توجه نه کوي، هغه دی چې یو کوشنی یې لا سم کښېنستلی نه وي چې بیا یې بل د مور په نس وي؛ زموږ د دین او ماډرن طب دواړو پر اساس، یو کوشنی باید دوه نیم کاله د مور شیدې وخوري او دا به نو په رشتیا سره له هر ډول ناروغیو و بدمرغیو څخه خوندي و سالم انسان وي، هم به یې مور د ژر- ژر زېږولو له بحرانه بچ وي؛ له یوې مور سره هم، د یوه انسان په صفت دا لوی جنایت دی چې د پر لپسې ډېرو اولادو زېږولو له امله په لږ عمر کې زړه او په سلو ناروغیو مبتلا شي.
زموږ یو بل بدرواج دا دی چې یو خو د نوزېږي مور خپلې اولینې شیدې، چې د کوشني لپاره سم ژوند دی، لوشي او غورځوي یې، په دې احمقانه فکر چې ګواکي دا کوشني ته تاوان رسوي؛ بل دا چې له ټولو هغو ګټورو خوړو یې مور ته پرهېز ور کول کيږي چې تر هر څه زیات ضرورت ور ته لري.
ډاکتران وایي چې له کوشني زېږېدو وروسته په اول ساعت کې د مورشیدې ٪۲۲ او تر شپږو میاشتو د مور شیدې ور کول ٪۱۳ د کوشنیانو د مړینې مخنیوی کوي.
مور و کوشني ته د شیدو نه ور کولو زیانونه:
کوشني ته:- کوشنی ته د مور پوره شیدې نه ورکول د اسهال، سوء تغذي، د قد لنډوالي، کمزورې ودې، د هوښیارۍ د کمښت او د هډوکو ورستېدو سبب کيږي؛ د مختلفو میکروبو او وژونکو ناروغیو په وړاندې یې له پښو غورځوي؛ له سرطاني ناروغیو د سترګو میکروب او وزن د ډېرښت سره لاس و ګرېوانيږي.
مور ته:- مور ته د شيدو نه ورکولو لوی خطر دا دي چې امکان لري د سینې، تخمدان او رحم په سرطان اخته شي، هډوکي یې وراسته شي، د ویني فشار، چاغوالي او ژر زوړ والي سبب کيږي، د مور و ماشوم تر منځ عاطفي رابطه کمزورې او دا د کوشني پر ژوند زښت منفي تاثیرات لري.
دا چې په افغاني ټولنه کې د ډېرو نورو جهالتو تر څنګ یو وحشت دا هم دی چې له ښځو سره ډېر ناانساني چلن کيږي؛ د اصولو له مخې مور و ماشوم فزیکي و روانې امنیت ته ضرورت لري خو افغانه ښځه هيڅکله له جسمي و اروایي تاوتریخوالي څخه خوندي نه ده؛ په تېره بیا چې لور و زېږوي نو د مرګ تر بریده له خطر سره مخ وي، ډېر خبرونه اورېدل کيږي چې ښځې ته د امیدوارۍ پر وخت لا خسرګنۍ غاښونه چېچې چې که دې لور و زېږوله در سره ګورو به؛ آن د وژلو خبرونه یې هم راځي؛ په داسې یوه وحشیانه ماحول کې نو د مور و ماشوم فاجعه تر تصور لوړه ده.
هیله ده زموږ مدني و بشري فعالان، سیاستوال، د نظر خاوندان، د فکر و شعور څښتنان، لیکوال او دیني واعظان د افغانستان دې پېچلې او خطرناکې مسئلې ته په کمه سترګه و نه ګوري؛ تر هر څه یې زیاته جدي ونیسي او په دې باب په پراخه سطحه تبلیغات وشي.
د دې سرلیکنې په سر کې ښاغلي کاروان «د مور شیدې» اصطلاح په ښه شاعرانه توګه کارولې ده؛ د مور شیدې اصطلاح هله کارېږي چې یو څوک کوم ښه کار ووینې نو وایي، د مورشیدې، ډېر ښه کار شوی؛ له دې څخه څرګندېږي چې زموږ د خلکو په ذهن کې د مور شيدو په غیر شعوري توګه مهم ځای نیولی دی؛ که له دې مسئلې سره یو څه شعوري و عاقلانه چلن وشي نو بیا به مو دا واقعیت بدل کړی وي چې «افغانستان د مور و ماشوم د مړینې له مخې د دنیا تر ټول خطرناکترین هیواد دی» او له دې سره به مو د افغاني ټولنې امبارونه بدمرغۍ و ناروغۍ هم له منځه وړي وي؛ ان شاء الله.
څېړنې ښیي، هغه کسان چې د مور پوره شیدې یې خوړلې وي په ټولنیزو و انساني روابطو کې خورا باثباته، زړه سواند او ځیرک وي.
د مور شیدې هم اوبه، هم ډوډۍ او هم دوا ده؛ دا کورنۍ ته په اقتصادي لحاظ هم ګټوره ده ځکه له یوې خوا به په ډاکتر و درملو ډېر لګښت نه کوو او له بلې خوا به مو ماشوم و کورنۍ أرام و سالم وي.
د بدلون اوونیزې سرليکنه/ اداره
بدلون اوونيزه/دوهم کال/۳۷ مه / پرلپسي ۸۹ مه ګڼه/چهارشنبه/ اسد /۱۳/ ۱۳۹۵
سلامونه وروره زما به حیال ددین سخه نی خبر نو بی زایه د اولاد دیریدو به حاطر بی منطیقه خبری مه کوی او نه داسی سه ووای چه الله او د الله ج رسول درسخه بی زاره وی او د الله ج رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی چه هغه شزو سره نیکاخ وکری چه زیات بچی راورونکی وی او ته بکی رشخند کوی چه دا دجاهلیت او د نابوهی فکر وای