خبرپاڼه

نېټه: ١٣٩٣-۱۱-۱۹

کندهار، افغانستان- د کندهار لپاره به د لس مېګاواټه لمريزي برېښنا د پروژې عملي چاري ډېر ژر پيل سي.

دا څرګندوني مرستيال والي عبدالعلي شمسي نن سهار په يوه غونډه کي چي په ولايت مقام کي د تېري اداري غونډي پر اساس د سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په سپارښتنه جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د مرستيال والي تر څنګ د برېښنا رئيس انجنېر سيدرسول، د مځکو د خپلواکي ادارې رئيس نورالله نوري، د ښاروالۍ، مستوفيت او ځينو نورو ادارو استازو ګډون کړی وو.

د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي وويل چي د کندهار لپاره به د لس مېګاواټه لمريزي برېښنا د پروژې عملي چاري ډېر ژر پیل سي. نوموړي زياته کړه د دغي لس مېګاواټه برېښنا مالي لګښت ۱۵ ميليونه ډالر د يو ايس ای ډي له خوا برېښنا شرکت ته ورکول کيږي او ياد شرکت يې عملي چاري مخته وړي.

ښاغلي شمسي وويل د دغي پروژې لپاره يې په دامان ولسوالي کي د کابل-کندهار پر لويه لار ۱۶۰ جريبه مځکه ځانګړې کړې، چي ډېر ژر به ورباندي عملي چاري پيل سي. د هغه په وينا تر دامهاله يې مقدماتي او تدارکاتي چارو دوام درلود او اړوندو ادارو ته يې سپارښتنه وکړه چي د مځکي اسناد دي سبا ته چمتو کړي تر څو کابل ته يې د تثبيت لپاره ولېږي. ښاغلي شمسي يادونه وکړه چي د ولسمشر اشرف غني له لومړنيو پلانونو څخه د کندهار لپاره برېښنا برابرول دي. هغه زياته کړه ولسمشر د کندهار د برېښنا لپاره نهايت جدي دی، تر څو د کندهار اوسېدونکي له دايمي برېښنا څخه برخمن سي.

د مځکو د خپلواکې ادارې رئيس نور الله نوري وويل چي د کابل-کندهار پر لويه لار يې ۱۶۰ جريبه مځکه ځانکړې کړې او تدارکاتي چاري يې بشپړېدو ته نژدې دي چي په راتلونکو څو ورځو کي به د پروژې عملي چاري پيل سي. نوموړي زياته کړه چي د سولر برېښنا په دې مرکز کي به له کابل څخه کندهار ته د وارداتي برېښنا د مزو له غځېدو سره يو سبسټېشن هم جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *