خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-٨-٣
کندهار، افغانستان- د کندهار چارواکي وايي ډېر ژر به د لوى اختر په مناسبت د ولسمشر د ځانګړي فرمان له مخي د لوى محبس يو شمېر بنديان خوشي کړي.
نن تر غرمې وروسته په ولايت مقام کي د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا په مشري د محبسينو د دوسيو څېړلو په موخه غونډه جوړه سوه چي پکي د استيناف څارنوالۍ، استيناف محکمې، لوى محبس، ملي امنيت او ولايتي شورا استازو ګډون کړى وو.
د کندهار سرپرست والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا غونډي ته چي د بنديانو د دوسيو څېړلو په موخه جوړه سوې وه، وويل ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د لوى اختر د رارسېدو په مناسبت نهم نمبر فرمان صادر کړى وو چي له مخي دي يې يو شمېر بنديان خوشي سي. ښاغلي ويسا يادو نظامي او قضايي مسوولينو ته سپارښتنه وکړه چي ژر تر ژره دي د يو شمېر مستحقو بنديانو د دوسيو څېړنه او بررسي وسي، تر څو د فرمان له مخي خوشي سي.
ښاغلي ويسا زياته کړه: “ډېر زور غواړي چي د آزادۍ مستحق بندي په محبس کي شپې او ورځي تېروي. د يو شمېر بنديانو دوسيې دي فيصله کړل سي، تر څو دغه کسان نور خپل ژوند له کورنيو سره تېر کړي.”
د استيناف څارنوال عبدالخالق خان وويل سر له سبا څخه به پنځه تنه څارنوال لوى محبس ته ولېږدوي او د ګڼ شمېر بنديانو دوسيې به وڅېړي، تر څو معلومه کړي چي کوم بنديان د خوشي کېدو مستحق دي. د محبس مدير ډګروال غلام فاروق وويل د يادو څارنوالانو په مرسته به د بنديانو دوسيې وڅېړي او ډېر ژر به د فرمان له مخي يو شمېر بنديان خوشي کړي.