ډېورنډ؛ د انګرېزي ښکېلاک او استعمار هغه ناسور، چې له څه باندې يوې پېړۍ را په دېخوا يې دواړو لوريو ته پراته افغانان او په ځانګړي ډول افغان پښتانه ځپلي دي.
دغه کرښه په ۱۸۹۳ز کې د وخت د ښکيلاکګر د جبر او ظلم په نتيجه کې کش کړای شوه او افغان وجود يې دوه تقسيمه کړ. د دغې کرغېړنې کرښې د رامنځته کېدو پر مهال هېڅ ډول ځمکني، بشري او حقوقي موارد په پام کې نه دي نيول شوي.
د ډېورنډ کرښې له رامنځته کېدو څخه، چې هر څومره وخت تېرېږي، په افغانانو کې د دغې کرغېړنې پديدې پر وړاندې کرکه او نفرت زياتېږي.
دمګړی په هېڅ ځای کې يو معتبر او په اصولو برابر سند نشته، چې ډېورنډ فرضي کرښه د پولي په توګه راوپېژني. کله چې افغانستان د برتانوي هند تحت الحمايه و او د هيواد بهرنی سياست د انګرېزانو په خوښه چلول کېده؛ نو هماغه مهال پر افغان خاوره د ډېورنډ توره ليکه راکښل شوه. ځيني تاريخ ليکونکي په دې اند دي، چې له کرښې اخوا سيمې د امير عبدالرحمان خان لخوا د يوې معاهدې له مخې برتانوي هند ته د کال په ۱۲ لکه روپيو اجاره ورکړل شوې وې؛ خو ډېری تاريخ پوهان بيا دا چورلټ ردوي، چې ګني امير دې له انګرېزانو سره ډېورنډ معاهده لاسليک کړې وي.
د دويمې ډلې تاريخ ليکونکو خبر ځکه وزن لرونکي ده، چې کله د ډېورنډ معاهدې دري او انګليسي متنونه وليدل شي. د دغو دواړو تر منځ يو اوچت توپير دا دی، چې په دري معاهده کې د امير لاسليک نشته؛ خو په انګليسي کې بيا ويل کېږي، چې د امير لاسليک موجود دی. دوی وايي، چې د دغه دوه ګوني چلند ستر لامل دا کېدای شي، چې امير په انګرېزي ژبه نه پوهېده؛ نو ښايي، انګرېز لوري پرې په چل ول کې لاسليک کړی وي.
که د يوې شېبې لپاره دا ومنو، چې امير عبدالرحمن خان دې د ډېورنډ موافقه ليک لاسليک کړی وي؛ او بيا د دغه سند حقوقي بڼه او خپله د امير استقلاليت راوسپړو؛ نو ډېر ژر دې نتيجي ته رسېږو، چې دغه کرښه په هېڅ ډول حقوقي او د نړيوالو قوانيو په اصولو برابره نه ده.
که جزياتو ته لاړ نه شو دوو موضوع ګانو د ډېورنډ معاهده منسوخه کړې ده، يو د امير عبدالرحمن خان نه خپلواکي او بل د برتانوي حکومت له منځه تلل، چې د معاهدې يو اړخ وو.
کله چې برتانوي مستعمره و پرځېده او انګرېزانو دغه سيمې پرېښودې؛ نو ورسره جوخت د اصولو له مخې د ډېورنډ تپل شوې کرښې ټول ماهيت او صلاحيت هم له منځه لاړ. انګرېزانو په سيمه کې د خپل استعمار د اثراتو پرېښودو او له هغو څخه د استفادې په موخه د پاکستان په نوم هيواد جوړولو ته زمينه سازي وکړه، چې د دغه هيواد له رامنځته کېدو څخه تر دې مهاله د سيمې ډېری ستونزې له همدې ملکه سرچينه اخلي.
د نړيوالو قوانينو له مخې هر کله چې د معاهدې يو اړخ له منځه لاړ شي؛ نو هم مهاله ورسره د معاهدې مکلفيت هم له منځه ځي. اوس که پاکستان په سيمه کې ځان يو مستقل هيواد ګڼي؛ نو له ډېورنډه اخوا افغان خاوره يې غصب کړې، ځکه له پاکستان سره د دغې خاورې پر سر هېڅ ډول معاهده نه ده لاسليک شوې؛ خو که پاکستان په سيمه کې ځان د برتانوي حکومت ځای ناستی ګڼي او دا ادعا يې ثابته هم شي؛ نو بيا هم د افغانستان غصب شوې ځمکې د پاکستان تر حاکميت لاندې نه راځي. ځکه چې يادې سيمي د انګرېزانو تر نېغ حاکميت لاندې نه وې او برتانويانو په دغو سيمو کې د خپل نفوذ ساتلو لپاره له يوه بېل طرز څخه کار اخيست.
د ډېورنډ تپل شوې کرښې له رامنځته کېدو سره د افغانانو ځواک او قدرت له زوال سره مخ شول او تر ننه پورې دغه خلک له اقتصادي، سياسي او ټولنيزو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي. پر افغان وجود د ډېورنډ له راکښلو وروسته افغانان د ژوند په هر اړخ کې ډېر وروسته پاتې شول. سره له دې چې افغان خاوره ډېرې طبيعي زېرمې لري؛ خو بيا هم د وجود د ټوټه کېدو ناسور ارام ته نه دي پرېښي.
د پاکستان له زېږېدو بيا تر ننه پورې، د افغانستان پر وړاندې د پاکستاني حکومتونو دريځونه پر دوو ټکو ولاړ دي. يو دا چې بايد په افغانستان کې د پاکستان په خوښه يو ګوډاګی حکومت په واک کې وي او دويم دا چې که داسې نه وي نو بايد په افغان وطن کې تل تر تله جنګ او جګړې وی.
اوس په نړۍ کې د پاکستان موجوديت ته هېڅ ضرورت نشته؛ ځکه دغه هيواد چې د کومو اهدافو لپاره د نورو ملکونو پر غصب شوې ځمکه جوړ شوی دی، هغه سياسي وضعيت بدلون موندلی دی. اوس نه برتانوي هند شته او نه هم انګرېزي ښکېلاک ته له روس څخه کوم تهديد متوجه دی، چې پاکستان د همدغو تهديدونو د دفع کولو په موخه رامنځته شوی وو.
په اوس وخت کې د افغاني روشنفکرانو، ځوانانو او رښتينو مدني فعالانو دنده دا ده، چې د ډېورنډ د کرغېړنې کرښې د تاريخي واقعيت په اړه د خپلې ټولنې افرادو او راتلونکو نسلونو ته رښتيني مالومات انتقال کړي او دا مفکوره د هر افغان تر کوره ورسوي، چې ډېورنډ له هېڅ ډول قانوني او حقوقي اعتبار څخه برخمن نه دی. د دموکراسۍ په دې بهير کې بايد د کرښې دواړه لوريو ته پراته فعال ځوانان په نړيواله کچه د ډېورنډ کرښې د حقوقي او قانوني حيثيت نه درلودو مسله راپورته کړي او نړيوال دې هغو خطرونو ته متوجه کړای شي، چې د دغې کرغېړنې کرښې له امله نړۍ ته متوجه دي.
د افغانستان اوسني او راتلونکو دولتونو ته پکار دا ده، چې د اقتصادي او سوداګريزو اړيکو لپاره د پاکستان پر ځای له خپلو نورو ګاونډيو سره اړيکې پراخې کړي، چې دغه کار ته خوشبختانه اوسني حکومت ملا تړلې او له هند،ايران او ترکمنستان سره د وروستيو اقتصادي او سوداګريزو تړونونو له لاسليک وروسته پاکستان د ارام احساس نه کوي.
د ډېورنډ د راکښلو بل واقعيت دا دی، چې دغه کرښه په زور او جبر د افغانانو پر سيمه تېره شوې او د دې کرغېړنې کرښې د رامنځته کېدو پر مهال سره له دې چې په افغانستان کې مقتدر او خپلواک دولت شتون نه درلود، تر څنګ يې د کرښې دواړو لوريو ته له پرتو افغانانو هم نظر غوښتنه نه وه شوې. اوس چې کله د دغې کرښې د له منځه تلو خبره کېږي؛ نو اړتيا نشته چې دغه چاره دې ريفرانډوم ته وړاندې شي، بلکې بايد په هماغه ډول له منځه ويوړل شي، څنګه چې يې د رامنځته کېدو واقعيت دی.
د پاکستان د منزوی کېدو او آن ټوټه کېدو ضمني ګټې به دا وي، چې په سيمه کې به د تروريستي شبکو مراکز له منځه لاړ شي، د ترهګرو تموېلونکي به خوندی ځای ونلري او پايله داده، چې په سيمه کې د پاکستان وجود هېڅکله يو تاريخي واقعيت نه و او نه دی. پاکستان د انګليسي استعمار د اوږدمهالې ستراتېژۍ د پلي کېدو لپاره رامنځته شوی و، چې اوس د تاريخ تېرې پرزې مثال لري. د دې تر څنګ تر هغې چې د افغان دوه ټوټې شوی وجود بېرته پيوند نکړای شي؛ نو د دغې سيمې د خلکو سيالي، پرمختګ او ځان بساينه ناممکنه ښکاري.
اخځليکونه:
- افغانستان، پاکستان، پښتونستان؛ ليکوال: پوهاند محمد حسن کاکړ
- د پښتنو د څو ټوټو کېدو حال؛ ليکوال: محمد افضل خان
- د ډېورنډ تراژېدي؛ ليکوال: عتيق پاڅون
- د ډېورنډ د موافقه ليک حقوقي ارزونه؛ ليکوال: دکتور ع.ر. ترکی