هغه پراخه څیړنه چې په بریټانیا کې پر یوولس زره ماشومانو باندې ترسره شوې ښيې،هغه ماشومان چې د شپې له ۹ وروسته ویده کیږي او یا هم په نورو وخت ناوخته وختونو کې ویده کیږي، له هغو ماشومانو څخه چې په خپل وخت ویده کیږي او په کافي اندازه خوب کوي، د زده کړې، ویلو او حساب کولو کچه يي کمه وي.
د څيړونکو په اند، کم خوب د بدن طبیعی ریتم ګډوډوي او دا د دې لامل کیږي چې د تازه اطلاعاتو د زده کړي په موخه د مغزو د جذب کچه کمه شي.

دا څيړنه ښيې چې د خوب نا انډولي نظر نورو ته په دري کلونو ماشومانو کې ډیره ده،او په اوه کلنې کې نیمايي ماشومان په خپل وخت ویده کیږي،یعني د شپې د اوه نیمو او اتو ترمنځ.
له دې سربیره، نظر هلکانو ته په انجونو کې د بی خوبي کچه ډیره ده،او د وخت په تیریدو سره يي کچه یا اندازه لا هم لوړیږي.
له ټلویزیون او کمپيوټر څخه د ماشومانو د استفادې په اړه په امریکا کې د ماشومانو د څیړونکو لارښونه:
ښه به دا وي چې تر دوه کلنې پورې د ټلویزیون له کتلو او د کمپيوټر له استفادې څخه ډډه وشي،ځکه چې په لومړیو کلونو کې د دوی مغز ډیر فعال وي او له نورو سره د تعامل په پایله کې نور څه زده کوي.
د ماشومانو د خوب خونه یا اطاق له ټلویزیون،کمپيوټر او د لوبو له نورو شیانو څخه لري وساتي،او ماشومانو ته رسنیزه زده کړه ورکړي،او هغوي ته له اخبار،کتاب او نورو شیانو ګټه واخلي،ښې خپرونې ورته وټاکي،یو ځای ورسره ټلویزیون وګوري او په دې توګه د هغوي د زده کړې یا روزنې لپاره استفاده وکړي.
د ټلویزیون یا کمپيوټر صفحي ته ډیر کتل د ذهن او خوب د ګډوډي او چاغښت لامل کیږي،او که په ټوله ورځ کې له یادو توکو څخه یوازي دوه ساعته استفاده وشي نو ښه به وي.
د لندن د کالج پوهنتون استاد اماندا ساکر چې دغه څيړنه يي تر نظر لاندې ترسره شوي وايي،دغه څیړنه مونږ ته دا ښې ،چې ښه لاره دا ده څو ماشومانو ته له وړکتوب څخه د مناسب خوب زده کړه ورکړل شي او عادت شي پري .
د څیړونکو په وینا،چې د اوه کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لپاره په شپه کې لس ساعته خوب اړین دی چې باید ویکړي.
ژباړن:کامران امیري
اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
په ليکنه کې ډېرې ښې او اړينې موضوع ته نغوته شوي، چې لوستل يې ډېر ګټور دي، مګر د دغه ليکنې په لوستلو له ځينو پوښتنو سره مخاهم مخ شوم، ځکه يا يې ژباړه بشپړه نه ده او يا دا چې معلومات سم نه دی ژباړل شوی، ځکه د ليکنې عنوان داسې ليکل شوی «ډیر خوب د ماشومانو د زده کړې کچه کمه وي» او بيا بل ځای داسې «د څيړونکو په اند، کم خوب د بدن طبیعی ریتم ګډوډوي او دا د دې لامل کیږي چې د تازه اطلاعاتو د زده کړي په موخه د مغزو د جذب کچه کمه شي.» راغلي دي، نو يو لوستونکی له ذهني تشنج سره مخامخ کېږي، ځکه د ليکنې پايله هم د خوب په مناسب وخت ټينګار کوي، مګر معيارونه يې نه دي ياد شوي.
درنو ژباړونکو او ليکوالو! کله چې مضمون ليکل کېږي، بايد تر يو عادي لوستونکي معلومات په داسې ډول ورسول شي، چې له موضوع يوه داسې نتيجه واخلې، چې هم يې صحت ته او هم يې ورخينو چارو او يا هم معلومات ډېرېدلو ته ګټوره وي، مګر د دغه لنډې ژباړې په سر او بېخ کې ضد او نقيض معلومات داسې نغښتي دي، چې د موضوع پوهاوی ستونزمن کوي.
د خوب په اړه دومره ويل شوي، چې د ورځنيزو چارو او يا هم ليدل شويو او يا تر سره شويو پېښو د تحليل آرامه موده ده، چې د خوب ليدلو په بڼه په مغزونو کې خپله سمه بڼه انځوروي، نو طبيعي خبره ده، چې له نننيو کمپيوټيري لوبو، ټلويزيون او يا هم نورو تخنيکي توکيو سره د ماشوم او يا بالغ انسان ماغزو ته ډېر معلومات ورمنعکس کېږي، چې د مغزونو د ستړتيا سبب ګرځي، د خوب نا اندوړتيا وسره مله وي، نو انسان ته خوب ډېر اړيڼ دی او د خوب په موده کې د مغزونو د نيورودندريتونو د آرامتيا او يا هم کواوردېنېشن تر څنګ نيوروګليي هم رشد کوي، چې په حافظه، د مغزونو توازني ودې او فعاليت خپل اغېز لري او د مغزونو ژوبلې شوې برخې هم پیرته جوړوي.
د ماشوم په وده کې رېښتيا هم ښه خوب ډېر اړين دی، چې له ګڼشمېر فکتورونو سره لکه د کوټې ډيزاين، د شپې تياره، کورنی چاپېر او د ژوندون چاپېر (امنيت، انسانيت، وروري او داسې نور ) خپل اغېز لري، نو د ماشوم مناسب خوب بايد له ۸ تر ۱۰ ساعتونو وي او د خوب په ريټم کې ناانډولتيا د ماشوم د ذهني او فزيکي رشد مخنيوی کولی شي.
معه سلاموکم الاهلول علوم
ملا ميوند آخوند
very nice information thank you
Also thanks a lot from Mulla Maiwand Aakhonzada