تاند- د امریکا متحدو ایالتونو د القاعده د تروریستي بریدونو د خطر په خاطر د نړۍ په څه باندې شلو هیوادونو کې نن خپل سفارتونه او کونسلګرۍ بندې کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، داسي مالومات یې ترلاسه کړي چې القاعده او ملګري یې د لوېدیځو هیوادونو په تېره بیا د امریکا پر دیپلوماتیکو مرکزونو د حملې پلان لري.

د امریکا د استخباراتي مالوماتو پر اساس جرمني، فرانسې او بریتانیا هم د یمن په پلازمېنه صنعا کې خپل سفارتونه بند کړي دي.

یمن اوس په نړۍ کې د القاعده د فعالیت مهم مرکز بلل کېږي.

امریکا تراوسه پوري د هغو ټولو هیوادونو نومونه نه دي یاد کړي چې خپل سفارتونه یا کونسلګرۍ یې پکې نن بندې کړي دي خو امریکايی چارواکو ویلي چې د افغانستان په شمول یې یې د منځنۍ ختیځ او افریقا په یو شمېر هیوادونو کې خپل تر شلو زیات سفارتونه او نور دیپلوماتیک مرکزونه بند کړي دي.

امریکا دا اقدام وروسته له دې وکړ چې د دغه هیواد استخباراتو د القاعده د مشرانو ترمنځ پر یوه سفارت د حملې په اړه خبرې واورېدې.

ویل شوي چې د القاعده مشرانو د روژې په اووه ویشتمه د حملې د پلان په اړه په خپل منځ کې خبرې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *