تاند- د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د راتلونکي کال د انتخاباتو امنیت ته به څلور لکه تنه موظف شي.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د کورنیو چارو وزیر عمرداوودزي د بروکسل په وروستي سفر کې د ناټو له غړیو هیوادونو وغوښتل چې د افغانستان د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د څارنې لپاره خپل څارونکي افغانستان ته راولېږي.

صدیقي وویل چې د کورنیو چارو وزیر د ناټو په غونډه کې د ګډون په مهال د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې نېټې د انتخاباتو د امنیت د ټینګولو په اړه د افغانستان د حکومت د شپږمیاشتني پلان په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل چې انتخابات به سراسري وي.

ده وویل د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو د امنیت د برابرولو لپاره یو کمیسیون جوړ شوی چې د رای ورکولو دوه سوه مرکزونه یې، چې مناسب امنیت نه لري، تشخیص کړي دي.

د صدیقي په وینا د دغو مرکزونو امنیت به هم د انتخاباتو تر مهاله ټینګ شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *