تاند- افغان او پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوي په پاکستان کې د طالبانو له پخواني مرستیال سره ولیدل.

اسوشیتد پریس خبري اژانس د افغان او پاکستاني چارواکو له قوله وايي، د افغانستان د سولې د عالي شورا د پلاوي غړیو او د طالبانو پخواني مرستیال ملا عبدالغني برادر په خپل منځ کې خبرې وکړې، خو دوی د خپلو خبرو د جزییاتو په اړه څه ونه ویل.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې دغو چارواکو نه غوښتل چې دا اژانس یې نومونه خپاره کړي ځکه چې په دې موضوع یې له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لرله.

د افغانستان د سولې د عالي شورا پلاوی د سې شنبې په ورځ پاکستان ته لاړ او نن بېرته کابل ته راستون شو.

د دغه پلاوي یوه غړي اسد الله وفا له ازادي راډیو سره په خبرو کې تایید نه کړه چې له ملا برادر سره یې کتلي دي، ویې ویل چې نوموړی ناروغ دی او د دوی د سفر هدف هم دا نه و چې له ملا برادر سره وویني.

اسد الله وفا له نورو بندي طالبانو سره کتنې تایید کړې.

2 thoughts on “ډ سولې د عالي شورا پلاوي له ملابرادر سره وکتل”
  1. طالبان افغان حکومت اوامریکایان اوپاکستان ټول سره میلاو یاست ترمینځ مو عام افغانان پرلانده ټغر کښی نول الله دی خیر وکړی عام افغانانوته خوپه لکنوتلفات په هره جګړه کښی اوړی

  2. افغانستان دمشرانو سیاست دیر کمزوری ده برعکس دادی سیاستونو قربانی تول بی ګناه افغانان بیا پښتانه دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *