لوګر ولایت

تاند- د لوګر ولایتي چارواکي وايي چې په دغه ولایت کې درې خویندې غالباً وسله والو طالبانو وژلي دي.

پرون /شنبه/ درې خویندې، چې عمرونه یې ۹، ۱۸ او ۲۰ کلونه ښودل شوي، د خروار ولسوالي په پنجپای کلي کې د نامعلومو وسله والو له لوري په بې رحمۍ ووژل شوې.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې حمله کوونکي پر موټرسایکل سپاره ول، سره له دې چې د ملي اردو یونیفورم یې اغوستی و مولونه یې هم وهلي ول او له حملې وروسته د پکتیا د زرمت ولسوالي لور ته وتښتېدل.

په زرمت ولسوالي کې وسله وال طالبان زیات فعال دي.

د لوګر ولایتي چارواکي وايي چې د خروار د پنجپای سیمه هم د وسله والو طالبانو ترکنټرول لاندې ده.

دوی وايي، طالبانو دا کار د دې لپاره کړی چې ښځې او نجونې له کورونو ونه وځي.

وسله والو طالبانو تراوسه پوري په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکي وايي، چې څلور نجونې خپل کلي ته نژدې یوې غونډۍ ته تللې وې چې سپینه خاوره راوړي، د راتګ په مهال پرې برید وشو، درې ووژل شوې خو څلورمه په تېښته بریالۍ شوه.

د لوګر ولایتي چارواکي وايي چې د وژل شویو نجونو د کورنۍ غړیو ویلي چې له هیچا سره دښمني نه لري.

One thought on “د لوګر چارواکي په دغه ولایت کې د ۳ خویندو وژل د طالبانو کار بولي”
  1. په دغه هکله ما یوه تبصره لیکلی وه، مګر خواشینی یم چه د تاند اداری ولی نده نشر کړی؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *