تاند- د هند حکومت نن /دوشنبه/ په افغانستان کې د ۹۲ وړو پروژو د اجرا درېم پړاو تصویب کړ.
دا خبره د هند د بهرنیو چارو وزیرې سوشما سوارج د افغانستان له اجرايي رييس عبدالله عبدالله سره په کتنه کې اعلان کړه.
د هند د بهرنیو چارو وزارت ویندوی ویکاس سواروج په ټویټر کې لیکلي چې سوشما سوارج له افغانستان سره ستراتیژیک مشارکت د افغانانو په ګټه وباله.
عبدالله عبدالله نن د هند له صدراعظم نریندرا مودي سره هم وکتل.
دواړو خواوو د افغانستان او هند د دیپلوماتانو د بې وېزې سفر په اړه موافقه وکړه.
ښاغلی عبدالله، چې د یکشنبې په ورځ هند ته په ۵ ورځني سفر ورسېد، سبا /سې شنبه/ جیپور ته ځي چې د ترهګرۍ ضد کنفرانس کې ګډون وکړي.
تر دې وړاندې د دسمبر په میاشت کې مودي افغانستان ته راغلی و او په کابل کې یې د افغانستان د ملي شورا لپاره د هند په مرسته جوړه شوې ودانۍ پرانسته.
زما په نظر د هند ملګرتیا د افغانستان چارواکو او خلکو لپاره تر سعودی عربستان او امریکا وروسته دریم مطمین او د اعتماد وړ آدرس دی چی باید ورسره نژدی اړیکی وساتل شی.
حکومت افغانستان باید از این فرصت استفاده خوب کند
د هند ، افغان په دوستۍ کې هیڅ شک نشته ، زماهغه دوست دئ چې خوله اوزړه ېې يووي ، خدای وکړي چې چارواکو پدې پروژو کې ټول افغانستان په نظرکې نيولئ وي نه داچې سرحدي ولایاتو ته پکې د نا امنۍ په بهانه هیڅ نه وی اوتقسيم ېې سمتي اوژبنئ رنګ اوبوی ولري