تاند- مایکرو سافټ تقریباً یوه میاشت وروسته د وینډوز ایکس پي ملاتړ () پای ته رسوي خو هغه کسان چې لا هم په خپلو کمپیوټرونو کې ایکس پي سیستم کاروي کولی شي چې په وینډوز ۷ یا ۸ یې واړوي.
د نیو وین (newwin) خبري ویبپاڼې د راپور له مخې مایکرو سافټ د اپریل له اوومې /حمل ۱۹مه/ د ایکس پي ملاتړ بس کوي. خو خلکو ته دا امکان برابروي چې د خپل کمپیوټر سیستم په وړیا ډول په وینډوز ۷ یا ۸ واړوي.
حاضردمه به یوازې په انګلیسي ژبه دا سیستم اوړي خو کېدای شي په راتلونکو څو ورځو کې په نورو ژبو هم ممکن شي.
که د کمپیوټر ایکس پي مو قانوني وي سر له ننه یې بدله کړئ ځکه چې وروسته یې مایکرو سافټ نه سپورټ کوي. د وینډوز د بدلولو لپاره دې ویبپاڼې ته لاړ شې: windowsxp.com
وینډوز ایکس پي سیستم، چې ۱۳ کاله پخوا راووت، د نړۍ یو تر ټولو بریالی اپرېټنګ سیستم ګڼل کېده او ویل کېدل چې په نړۍ کې تر څلورسوه ملیونه زیات کمپیوټرونه وینډوز ایکس پي سیستم لري.
کوم ارقام چي ورکړل سو چي ګواګي وینډوز ایکس پي په ۴ لکه کمپیوټرونو کي کارېدي، دا به زما په اند غلطه وي، څلور لکه هغې خو یې يوازي افغانستان پوره کولای ( که رسمي هغې هم وي، بیا یې هم شمېره کمه ده )
مننه یوسفزی صاحب، تېروتنه شوې. دا ۴۰۰ ملیونه دي