تاند- د کابل د جنوب پر غرونو یوه بې پېلوټه الوتکه د چهارشنبې په ورځ /اکتوبر۴مه/ ټکر شوه.
د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي وویل چې دا پېښه د مازدیګر په شاوخوا ۵ بجې وشوه.
د بې پېلوټه الوتکې د لوېده او تکر له کبله چا ته زیان نه دی اوښتی.
د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت مسوولانو وویل چې د دې پېښې د علت په اړه څېړنې کوي.
په همدې حال کې وسله والو طالبانو وویل چې د برهینو پوځیانو دا بې پېلوټه الوتکه دوی ویشتې ده.
طالبانو دا ادعا په خپله ویبپاڼه کې کړې ده.