سرچینه: انګریزي
یوه ړنده نجلۍ وه،چيدخپل ړندوالي په سبب یې تل له ځانه هم نفرت کاوه ، خو یو څوک چي دې ته یې ډېر ارزښت او درنښت درلود هغه ددې هلک ملګری و، ځکه چيهلک ملګري به یې تل د دې خیال ساته او د ژوند په چارو کي به يې ددې لاسنیوی کاوه.کله چي به خبرو کي د واده مضوع یاده سوه نجلۍ به ویل چي هر کله مي سترګي بینا سي تا او نړۍ پرې ووینم،هرو مرو به درسره واده وکړم، وخت تېرېده یوه ورځ ورته وویل سوه چي یوچا خپلېسترګېدرته ډالۍ کړي دي، نجلۍ سترګي کښېښودې،نړۍ يې پرې ولیده، هلک ملګري يې لیدو ته ورغی مخامخ ورته کښیناست. هغهد سترګو د پاکېدو په موخه توري عینکي لیري کړې، دې ته یې وکتل او په په مینه ناک ږغ یې ورته وویل : “ګراني اوس خو به ما او نړۍ وینې،خپلهژمنه به پوره کوې، واده خوبه راسره کوې؟ “
نجلۍ چي هلک ته وکتل وِيې لیدل چي دواړهسترګي يې ړندې دي، ټکان یې وخوړ لوی آه! يې له خولې ووت، حیرانه پاته سوهچي هلک ملګری يې هم په دواړو سترګو ړوند دی. سمدستي یې بهانې پیل کړې، انکار یې وکړ او د خپل هلک ملګري د دواده وړاندیز یېرد کړ، هلک ډېر ناهیلی سو او ترې روان سو، له ناهیلۍ څخه يېدتل لپاره له ښاره د وتلو تصمیم ونیو، خو په تلو کي يېخپلي نجلۍ ملګري ته یو کوچنی لیک ورولېږه چي پکېلیکلي وه :” ګراني زه درنه لاړم خو زما پر سترګو پام کوه”.