د سترګو له لید نه هم محروم و د لارې پر سر یې خړ څادر خور کړ، په سر تاو شوې امسا یې د لارې په څنګ کې یوه دېوال ته تکیه کړه، له سره یې زوړ او خیرن پکول راکوز کړ، خیرنې ګوتې یې پرې کش کړې او بیا یې دسرک پر سر خور شوي څادر له پاسه کېښود  هر چا به پکې د خپل وس په اندازه پیسې اچولې، تر ماښامه ورته څه اندازه پیسې ټولې شوې،
د اذان وخت شو کور ته یې د تګ نېت وکړ.مخکې له دې چې خپل د خېرات څادر ټول کړي، یو ځوان په پکول کې ورته لس افغانۍ اچوي، او د ورځې ټولې جمعه شوې پیسې ترې اخلي خو بوډا یې نه وینې ځکه چې نظر یې کار نه کاوه.
له ځایه پاڅېده څادر یې څنډ وهه او په سپینه ږیره یې لاسونه تېر کړل.د لارې پر سر ودرېده تر څو زوی یې ورپسې راشي او تر کوره یې ورسوي، خو د زوی یې هیڅ درک ونه لګېده، چې بیا تر کوره یو لاروی ورسره ملګری کیږي په کور یې سپاري،
بوډا د کور په درشل پښه کېښوده. غږ یې کړ اتله زویه اتله زویه! زوي یې له کوټې رامنډه کړه،
ـ پلاره! پلاره!  امممم پلاره ته راغلې! پلاره څه دې پېدا کړل که نه؟
ـ هو زویه همدغه پیسې مې خدای لاسته راوستې.
ـ امممم پلاره دغه پیسې!؟
ـ هو زویه په دغه حال هم شکر چې یو دوه مړۍ ډوډۍ خو رارسيږي،
ـ پلاره نور دا حالت نشم لیدلی موږ باید پیسې پېدا کړو.
بوډا غلی شو له څه خاموشۍ وروسته یې خوله پرانیسته
ـ خو زویه! په داسې حالاتو کې پیسو پېدا کول ډېر سخت کار دی زویه چې زه ژوندی یم یو څه به درته پېدا کوم زه نه غواړم چې ته ددغه انقلاب په لمبو کې لولپه شې،
اتل د خپل پلار دا حالت نشول زغملای
 شپه تېره شوه.  د سهار وړانګې په خورېدو شوې.
زلمی له خپلې بیسترې پاڅېده، په ببر سر یې لمدې ګوتې کش کړې،  د کور له دروازې ووت، په موټر کې سپور شو او دښار په لوري روان شو، چې ګوري د لارې په اوږدو کې دوه کسانو د موټر مخې ته راودانګل او له موټره یې د لاس په اشاره د ودرېدو غوښتنه وکړه.
موټروان په توندیۍ سره پر بریک پشار راوړ،
دموټر د ټېرونو شغار شو،
موټر یې ودراوه اتل یې ترې راښکته کړ،
مخپټي تورمخي سړي ورته توپانچه نیولې وه او بل د عمر نه زلمي کس ترې تلاشی وخیسته،
اتل له ورخطایې څه نه ویل،  د ځنګل په لوري یې روان کړ،
اتل هیڅ نه ویل ددوی خبرو ته په تمه و چې څه به ترې اوري
سترګې یې هم وروتړلې، اتل په ډاریدلي غږ وویل زما څه ګنا ده؟ تور مخي سړي د توپانچې په لاستي پر سر ووهه، اخ یې له حولې ووت، ځوان مخ پټي ورته وویل چوپ کړه جاسوسه
قسم کوم چې زه جاسوس نه یم د ځنګل په منځ کې هدیرې ته یې بوت.پر ځمکه یې راوغورځاوه پټ مخی ځوان  یې پر ملا کېناست شاوخوا یې وکتل، د اتل په ستوني یې چاړه کېښوده کار یې ور نه کړ، نو بیا تور مخي په ګلیو غلبېل غلبېل کړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *