د غويي، ثور  ۲۶  مه  ۱۳۹۸

رفيع الله  مندوخېل،  اسلام اباد

په  بلوچستان کې باران او ږلۍ  خام کورونه، کرنيزې ځمکې او باغونو ته  درانه  زيانونه  اړولي دي. د کوټې په  شمول د ايالت  په  زياتره  سیمو کې له  اورښت  سره  هوا يخه  شوې او د تودوخې درجه هم  ټيټه  شوې ده.

د ايالت  په سنځاوۍ او کاڼ مهترزي  سيمو کې ږلۍ  فصلونو او باغونو ته زيان  اړولی دی.  د ږلۍ له امله  په  هغه  سيمو کې چې زيات  د مېوو باغونه  لري، سلګونه جريبه کرنيزه ځمکه او د انګورو، زردالو او بادامو باغونه  زيانمن شوي دي. کاڼ مهترزۍ، کلاسيف الله  او سنځاوۍ د ايالت هغه  سيمې دي، چې د مېوو زيات  باغونه  او لسګونه  زره  مېوه  دارې  ونې لري.

د بلوچستان  په  کوهلو، نوشکي، خضدار، کلات، لسبېله، سيوۍ، تربت، بولان، پنجګور، ږوب، کلاسيف الله، موسی خيل، دکۍ، پښين، مچ، اواران  او زيارت کې بيا  فصلونو او شاوخوا پنځلس خامه  کورونو ته  زيانونه اوښتي دي. د کورونو بامونه  او دېوالونه  پرېوتي، خو البته  ځاني زيان  نه  دی  وراووښتی. په ځيني سيمو کې د باران  اوبو څاروي  هم  وړي او مالدارو ته  يې مالي زيان  اړولی دی.

که  له يوې خوا بارانونه، واورې  او ږلۍ  په ورځني ژوند کې د خلکو ستونزې زياتوي. خو بلي خواته يې کروندګر هيله  من کړي هم دي چې سږ کال به اباد وي او حاصلات به  ښه وي.

د سيمې کروندګرو له  ايالتي حکومت  او له طبعي پېښو سره د مبارزې  له  ادارې  پي ډي ايم  اې غوښتنه  کړې، چې له  زيانمن شويو کروندګرو او کورنيو سره دې  مرستې وشي.

د ايالت  د هوا پېژندنې ادارې اټکل کړی، چې د اورښتونو لړۍ به راتلونکې دوې  ورځې نور هم  دوام  وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *