تاند- د خیبر پښتونخوا په دوو کلیو کې یوه تنظیم یا سیاسي ډلې خلک له دوه ډوله ږیرې منع کړي دي.
د خیبر پښتونخوا د مانسهرې په خاکي او بیرکون کلیو کې د انترنشنل ختم نبوت په نوم ډلې خلکو ته اعلان کړی چې فرانسوي او دغه راز ایل (یو ډول نرۍ ږیره) پرېنږدي.
دې ډلې په چاپ کړیو پاڼو کې خلکو ته د دې ډول ږیرو په خاطر خبرداری ورکړی دی.
په پاڼو کې لیکل شوي چې دا ډول ږیرې د ږیرو سپکاوی او بې ادبي ده او شرعاً ناروا کار دی.
د سیمې سلمانانو هم ویلي چې خبرداري ورکړل شوي چې فېشني ږیرې جوړې نه کړي.